شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+د مغزونو فرار (تېښته) یا Brain Drain | حشمت الله ریان

د مغزونو فرار (تېښته) یا Brain Drain | حشمت الله ریان

د کتاب او لیکوال په اړه معلومات

دغه کتاب چې اوس حالت کې د افغانانو له پاره ‌‌‌ډیر مهم او حیاتي معلومات وړاندې کوي  او همدارنګه یو له هغو معلوماتي کتابونو څخه دی چې اوس مهال افغانانو ته لازه ده چې پرې پوه شي او له دغو مهمو معلوماتو څخه د ځان او وطن په کټه کار واخلی، یعنی په دې مانا چې ددغه کتاب له پیشنهادنو او نتیجه ګیری څخه په استفادې د مغزونو له فرار څخه مخنوی وشي او کومه مثبته انرژی چې په نورو هیوادونو کې مصرفوي خپل هیواد کې مصرف او د پرمختګ لپاره یې کار وکړي. همدارنګه په کتاب کې دولتونو او حکومتونو لازمه لارښونه شوې ده ترڅو په خپلو پالیسیو او پلانونو کې دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي. د  کتاب لیکوال د مغزونو په تیښته لیکل کړي دي د مغزونو د فرار په ډولونو، اغیزو، علتونو، تاوانونو او حل لارو یې په مفصل ډول سره خبرې ګړیدلی دی. یوه مهمه موضوع چې دلته باید اشاره ورته وشي: په دې کتاب کې داسې یوه  موضوع څيړل شوې چې کیدای شي تر اوسه په افغانستان کې هیچا او یا هم هیڅ لیکوال ورته توجه نه وي کړې او که یی کړی هم وی تر دا مهاله  مې په پښتو او یا هم دري ژبو باندې د لاس رسی وړ نده. دغه کتاب استاد [جان محمد مهربان] تاسې ته په خپله مورنۍ پښتو ژبه لیکی دی. چې مننه ترې کوم. استاد جان محمد مهربان د اقتصاد په برخه کې تر ماسټرۍ لوړې زده کړې لري په ډیرو خصوصي پوهنتونو کې یې د معلمۍ مقدسه دنده تر سره کړې ده، د لیکوالۍ په برخه کې یې زیاتي علمي مقالې او څیړنې په انټر نیټي سایتونو کې خپرې شوې دي او د کتاب لیکلو په برخه کې یې لومړي تجربه ده خو کتاب په دومره واضحه او اسانه ژبه لیکل شوی دی چې هر لوستوونکی به پوره خوند ترې واخلي.

د کتاب محتوا

په لومړي سر کې د مغزونو په فرار باندې مفصلې خبرې شوې دي، تعریف، لغوي او اصطلاحي معنی، ډولونه یې او همدارنګه د مغزونو د فرار په اړه عمومي معلومات وړاندې شوي دي، د لغوي معنی له لحاظه د مغزونو فرار له انګلیسي [Brain Drain] کلمې څخه مشتق شوې کلمه ده. چې [برن] د مغز، هوښ، ذکاوت او ماغزه الوزول په مانا راغلې ده او [ډرن] د وچولو، اوبه ایستلو، تشول، زېیم ایستل، ورو ورو د عایداتي منابعو کمیدل په مانا راغلی دی. اصطلاحي مانا یې [له یوه هېواد څخه بل هیواد ته د تخنیکي، مسلکي، او ماهرو کادرنو مهاجرت د مغزونو فرار یا د بشري سرمایې پرواز ویل کیږي]. د برن ډرن مخالفه کلمه بیا برن ګین [brain gain] ده چې د مغزونو د تحصیل یا حصول په معنی ده. ډیری اروپایي هیوادونه او حکومتونه په خپلو پالیسیو کې دې موضوع ته جدي پام کړې دی. د مغزونو فرار له منجمنټ، سیاست، اقتصاد نړیوالو اړیکو، حقوقو، ټولنپوهنې، ارواپوهنې، ډیموګرافۍ، جغرافیې، کلتور پوهنې او نورو ورته علومو سره ژورې اړیکې لري. د مغزونو فرار دوه مهم علتونه لري: لومړی علت یې له افرادو او دوهم علت یې له حکومتونو سره تړاو لري. د چاپیریال له نظره د مغزونو فرار دوه نور علتونه لري لومړی یې داخلي علتونه دي او دوهم یې خارجي علتونه دي.

د مغزونو فرار یو له هغو نړیوالو معضلو څخه ده چې تقریبا د نړۍ ټول هیوادونه په یو ډول نه یو ډول ترې متاثره دي. د دې کتاب په لومړیو کې اروپا ته اشاره شوې، چې فکر کیږی  اروپا به هیڅ کله د مغزونو له فرار سره مخ نه شي. خو نه داسې نده، اروپایی هیوادونه د نړۍ له پرمخ تللو هیوادنو څخه دي او لا هم پرمختګ کوي خو بیا هم زیاتره هیوادونه یې د مغزونو له فرار سره مخ دي. اروپایي هیوادونه او خلک یې له پر مخ تللو وسایلو سره رابطه لري خو بیا هم دوی کوښښ کوي چې په ژوند کې لا نور سهولتونه ځان ته مهیا کړي او  پرمختګ وکړي یا هم نور امتیازات لاس ته راوړي نو دوی خپل هیواد پریږدي او نورو هیوادونو ته تیښته کوي، په اروپایی ټولنه کې بیا داسې هیوادونه هم شته چې دوی د مغزونو د حصول څخه برخمن دي او دوی غواړی له مختلفو هیوادونو څخه کادرونه را ټول کړي او د خپل هیواد د پرمختګ او هوساینې لپاره استفاده ترې واخلي لکه: سویډن، ایرلند، ډنمارک او داسې نور پرمختللی هیوادونه. په اروپا کې داسې هیوادونه هم شته چې دوی له داخلي فرار سره مخ دي لکه انګلستان چې زیاتره وکړي یې له یو کم سهولته ښار څخه بل هغه ښار ته ځي چې د ښو خدماتو او امتیازاتو د تر لاسه کړی خو بیا هم انګلستان د ۲۰۱۶ کال راهیسي علمي او مسلکي کادرونه د نورو د اروپایي اتحادېې هیوادونو ته فرار کوي او یوازنی علت  یې هم د انګلستان جلا والی له اروپايي ټولنې څخه ښودل شوی دی. له اروپایي اتحادېې څخه وروسته لیکوال افریقایی هیوادونو ته اشاره کړې ده او زیاتره افریقایی هیوادونه د مغزونو له فرار سره مخ دي په دې برخه کې یې ددې مشکل هر اړخیزه څیړنه کړې، علتونه او عوامل یې په مفصله توګه ذکر کړي دي. ورپسې استرالیا ته اشاره شوې. چې استرالیا هم یو له هغو هیوادونو څخه دی چې له دې مشکل سره لاس او ګریوان دی او دا هیواد بیا په نړۍ کې تر ټولو له کم فرار سره مخ دی یعني اولین هیواد د چې په کمه اندازه د مغزونو له فرار سره مخ دی.

 همدارنګه امریکا او نور امریکایي هیوادونه هم له ورته ستونزې سره مخ دي، په دې کتاب کې د اوکراین او روسیې معضلې او جنګي حالت ته په مفصله توګه اشاره شوې ده او هغه علتونه یې ذکر کړي دي چې د دې دوو هیوادونو تر منځ پرې جګړه راغلې ده او دا یې په ډاګه کړې چې دغه جګره د مغزونو په فرار باندې څومره تاثیرات لري او څومره ځوان کادرونه له دغه مشکل سره لاس او ګریوان شوي دي، له روسیې او اوکراین وروسته منځني ختیځ هیوادونه څیړل شوي دي چې په هغې کې اسرایل، ترکیه، عراق، په عراق کې له ۲۰۰۳ کال د صدام حسین له وژل کیدو وروسته له دوه پیښو سره مخ شوی دی، چې په نتیجه کې یې په عراق کې کورنۍ جګرې، سیاسي ناکراری، اداری فساد، مذهبي تشدد او په اخر کې هم د داعش په واسطه د عراق درې برخې نیول وو چې په نتیجه کې یې د مغزونو فرار منځ ته راغی او دا په څلورو مختلفو مرحلو کې تر څیړنې لاندې نیول شوی دی ورپسې ایران ته اشاره شوې ده په ایران کې د مغزونو فرار په مختلفو عواملو د ایران د اسلامي جمهوریت د تاسیس له وخت څخه بیا تر نن پورې چې د مهسا امینی په سر باندې مظاهرې روانې دي جریان لري او مختلفې مرحلې یی تر شا کړي دي چې په کتاب کې ورته پوره توجه شوې او له هغه وروسته نورو اسیایی هیوادونو ته اشاره شوې او د مغزونو د فرار مسله تر څیړنې لاندې نیول شوې ده چې د زیاتره هیوادنو علتونه یې اقتصادي او سیاسی بی ثباتی، په راتلونکي نه باور، خارجي جنګي تعرضونه، راتلونکی نا معلوم برخلیک چې یو له هغو هیوادونه چې زیاته توجه ورته شوې ده پاکستان دی چې په دې ترڅ کې د پاکستان اقتصادی بد وضعیت، ناروغیانې، نامعلوم برخلیک، سیاسي نظامي قدرت، د دولت او خلکو تر منځ واټن او داسې نور عوامل ذکر شوي دي.

له دې وروسته افغانستان ته راغلی دی چې په افغانستان کې، د افغانانو مهاجرتونو ته په مرحله وار ډول اشاره شوې ده له هغه وروسته د افغانانو ۴۲ کاله جنګي حالت چې د افغانانو د بدبختیو کلونه دی او لا هم جریان لري، چې زیاتره ځوان کادرونه يې تر اروپایی هیوادونو ورسول، او یو لوی عامل چې  د مغزونو فرار یې منځ ته راوړی دی هغه د ودونو مسله ده د ودونه لپاره زیات مصارف، بې مورده سیالي او د ځوانانو مجبوریتونه د مغزونو فرار زیاد کړی دی چې لیکوال په مفصله توګه څیړلي دي او ددې عواملو د له منځه وړلو لپاره یې وړاندیزونه کړی دي. له دې وروسته یوې مهمې موضوع ته اشاره شوې چې هغه د وسلو صنعت او د هغو رول د مغزونو په فرار کې ده. او هغه دا چې د وسلو زیاد تولید او زیاته بودیجه چې اوس پرې مصرفیږی که د ژوند په نورو برخو کې استعمال شي د نړۍ هیڅ کس به وږی پاتې نشی انساني ټولنه به هوسا وي او د لوږې له ډاره به نورو ملکونو ته د کار او یا هم د ښه ژوند کولو لپاره ځان په خطر کې نه اچوي، خو بر عکس د وسلو تولید خلک له بدبختیو او د مغزونو له فرار سره مخ کړي دي، د مغزونو د فرار په درجه بندۍ کې بیا ساموا هیواد تر ټولو لوړې نمرې یعنی ډیر فرار لري او استرالیا تر ټولو کمې نمرې یعنی لږ د مغزونو له فرار سره مخ هیواد دی. په دې درجه بندی کې بیا افغانستان ۱۲ مقام لري، له دې وروسته بیا د مغزونو فرار د حل لارې، ګټې، تاوانونه، د لیکوال پیشنهادونه چې که چیرته اوسنی حاکم نظام کومه پالیسي جوړول غواړي او  له دغو پیشنهادونو څخه استفاده وشی نو موثر به وي. او همدارنګه نتیجه ګیري شوې ده. چې دا کتاب یې تکمیل کړی دی او پوره معنی یې ورکړې ده او لوستونکي د کتاب دقیقې مطالعې ته رابولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب