جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهانس حقاني؛امنیت شورا دې د فشار راوړلو له ناکې پالیسۍ لاس واخلي

انس حقاني؛امنیت شورا دې د فشار راوړلو له ناکې پالیسۍ لاس واخلي

تاند (جمعه، د ثور ۸مه) طالبانو د ملګروملتو د امنیت شورا د پرېکړه لیک په غبرګون کې وویل چې امنیت شورا دې پر طالبانو د فشار راوړلو له ناکامې پالیسۍ لاس واخلي.

د ملګروملتو امنیت شورا تېره شپه په یوه پرېکړه لیک کې د طالبانو له لوري د ملګروملتو په ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز وغانده او له طالبانو یې وغوښتل چې د ښځو او نجونو خلاف خپلې پرېکړې سمدلاسه بېرته واخلي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو یوه مطرح مشر انس حقاني وویل چې «امنیت شورا باید د فشار ناکامه پالیسۍ ته دوام ورنه کړي.»

ده همداراز وویل«هره هغه پالیسي چې د ژور غور پر اساس نه وي خپله شوې، لازمه نتیجه نه لري او دا ډول پالیسۍ به تل ناکامه وي.»

پد امنیت شورا پرېکړه لیک د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو خلاف بندیزونه د ملګرو ملتونو په ټول تاریخ کې بې ‌ساري بللي او د افغانستان په ټولنه کې د ښځو پر لازمي رول یې ټینګار کړی دی.

د طالبانو له‌خوا پر ښځو او نجونو د لګول شویو محدودیتونو د غندنې لپاره د ملګروملتونو امنیت شورا دغه پرېکړه‌لیک داسې مهال صادروي چې ټاکل شوې، د ملګروملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرش په مشرۍ د راتلونکې دوشنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړه شي.

په دې دوه دورځنۍ غونډه کې به د ملګروملتونو د ادارو چارواکي او د افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو اوسازمانونو ځانګړي استازي ګډون وکړي.

1 COMMENT

  1. طالبان دی هوښیار واوسی چی ننی غربی پالیسی بدله سوی ده. اوس دوی د م م په جامه کی په افغانستان حکومت کول غواړی. زما ګومان دا ده چی م م دښځو دافغان ضده حرکتونه دوی په افغانستان کی تمویل او تنظیموی. دا دوی دی چی دخپلو کارکونکو په زریعه دمسکینو ښځو په جامه کی غربی ایجنتانی روزی او تمویلوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب