شنبه, مې 11, 2024
Homeخبرونهمهاجر فراهي: ملا هبت الله په افغانستان کې یوه لویشت ځمکه او...

مهاجر فراهي: ملا هبت الله په افغانستان کې یوه لویشت ځمکه او کور نه لري

تاند:( شنبه ، د غویي ۹ )  د طالبانو د رژیم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال مهاجر فراهي ادعا کوي، چې د دوی مخ پټی مشر ملا هبت الله اخوند زاده په افغانستان کې یوه لویشت ځمکه او جایداد نه لري.

نوموړي د ملاهبت الله د ستاینې لپاره د خپلې یوې پرله پسې لیکنې په لړ کې دغه ادعا کړې ده.

ملا مهاجر فراهي لیکلي: ((زما د کره معلوماتو په اساس تر دې مهاله په ټول هیواد کې امیرالمؤمنین حفظه الله یوه لویشت ځمکه، شخصې ملکیت او نه هم خپل شخصي استوګن ځای او کور لري.))

 طالبانو تراوسه د خپلو نورو مشرانو په شان، د اوسني نا لیدل شوي عمومي مشر ملا هبت الله مفصل ژوند لیک، چې د هغه ټول سوابق او کورنۍ مخینه پکې بیان شوې وي، نه دی خپور کړی.

فراهي په دې لیکنه کې د هبت الله په اړه نورې ستاینې هم کړي.

هغه په یوه برخه کې لیکلي، چې هبت الله ته یو ځل د ده مشر زوی د کور لپاره د اوبو د تصفیې د ماشین اخیستو وویل، خو هبت الله یې مخالفت وکړ او ورته ویلي وو :” نه قطعا اجازه نسته ” ځانونه به په عصرې او مرفه ژوند نه عادت کوې.

دا په داسې حال کې ده، چې د خلکو پر مخ د هبت الله نه څرګندیدل، د هغه د عکسونو او ویډیوګانو نه خپریدل تراوسه د نوموړي د مرګ و ژوند په اړه د شکونو د دوام سبب شوی.

د طالبانو منتقدین بیا په هېواد کې د دوی د کورونو او جایدادونو د نه لرلو ادعا د دوی مخکیني خراب اقتصاد او دغه راز له افغانستان سره د نه لېوالتیا نښه بولي.

7 COMMENTS

  1. دا لعنتی ساختګی څیره د پنجابی پاکستان له خوا د غولولو لپاره انتخاب شوی دی په حقیقت کښی داخیټور د اسلام خائینین د نمونی لپاره د افغان شعار لاندی د آي ایس آي په رهنمائی او هدایت ښکته پورته کیږی د افغانانو اصلی کنترول اودولتداری مسؤلیت د پنجابیانو په لاس کښی دی او دا د امریکا او انګلیس پلان لاندی !!!!!!

  2. که فراهي غواړی چی د ملا هیبت الله او یا نورو تالبی ملا یانو د جایدادونو معلومات تر لاسه کړی نو پاکستان ته دی مراجعه وکړی او ددوۍ د جایدادونو په هکله دی مکمل معلومات تر لاسه کړی.
    ښايی فراهی ته به ښه معلومه وی چی ملا منصور په پاکستان کی څومره جایدادونه لرل چی په کراچۍ او کویټه کی يی رانیولی و او د هغه د مرګ نه روسته پری د پاکستان په عدالتونو کی ډیری لانجی راپورته شوی وی.

    نو دا کومه حیرانونکی خبره نده چی دوۍ په افغانستان کی یوه لویشت ځای نلری. او همداعلت دی چی افغانستان خپل ټاټوبی نه بولی او یاغیستان يی تری جوړ کړی او ولس يی یرغمال نیولی دی. که هیبت الله په افغانستان کی یوه لویشت ځای درلودلی او افغانستان يی خپل کور ګڼلی نو هیڅکله يی داډول ناروا کړنی نه ترسره کولی او افغانستان نه يی یاغیستان نه جوړاوه.
    د تالبی ملایانو ټول ارمانونه د پاکستان د جی ایچ کیو د ارمانونو سره تړلی دی او د افغانستان نه یاغیستان جوړل او ولس يی یرغمال نیول هم د جی ایچ کیو د لویو ارمانونو یوه برخه ده.

  3. ولا فراهی ساب خبره خو دا ده چی:
    اوس مهال خو ملا هیبت او کمپنی ئی یوه څلویشت مځکه څه چی ټول افغانستان ئی قبضه کړی او غصب کړی او یرغمل کړی دی.

  4. دا خو واقعیت ده ملا خینزیر یو پنجابی لوطی ده چی تر اوسه یی جا مخ نده لیدلی کیدای شی چی ټوله هیرا منډی د هیبت خینزیر ویې او تاته شرم پکار ده چی داسی یو له حقیقت څخه لری لیکنی کوی او یو بی حیثیته سړی ته له افغان ملت سر تړاو ورکوی

  5. له فراهی صاحب مننه چه په زړه پورې معلومات یې وړاندې کړل ، خو دا خلک ړانده دی کاڼه دی او ګونګان دی.
    بیچاره ګان نه د حقیقت لیدلو وس تاوان لری نه د اوریدلو او نه هم حقیقت وییلۍ شی.
    ورپاتی همدا چټیات ښکنځل بد رد او اوتی بووتی دی.
    دا د سمون(اصلاح) وړ ندی زړونه یې د ډیموکراسۍ په قلف بسته یا تړلی دی.
    سوال به کوو چه وطن خو ترې پاتی شوو اوس د خدای له کمپون هم همداسې ورک میرات کړی چه په خپل ځان لګیا او موږ غریب ملت یی له شره خلاس شوو.

  6. دتاند په نظر غلا باید بډای وکړی. هغه دجمبوری وخت لیږ یاد کړی چی ویل یی ما چوکی په روپو احیستی ده نو باید غلا و تاړاک وکړم. دا دکابل لوی منزلو ته مو پام دی چی پنچرمین او فروفیسوران پکی کروړپتیان سوی ول.
    آخ غله کله پاک خلک منلای سی.
    طالبان دی خدای زوندی لری، دځیره خورو کماصله افغانانو هویت به نور مالوم کړی او بیا به ددی تښتیدلو په خبرو هیڅ وخت هم خلک باور ونکړی.

  7. داسی نشی چی بیا دخپلو سیاه سرو کالی او پرتگونه واغندی او شونډی سری کړی چادری په سر او نغاره چیان یې بیا په دوربین هم پیدا نکړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب