په اسلام او قران کې د تاوتريخوالي په اړه مسلمانو او نامسلمانو پوهانو دواړو بحثونه کړي. کله چې د نړۍ مشهور نظریه ورکوونکي په نړۍ کې د یوازې پاتېدونکې او تر ټولو ښې او منل شوې اېډیالوژۍ بحث کوي نو مسلمان مبلغین هم د اسلامي نسخې د وروړاندې کولو هڅه کوي. یا هم دا چې د مېلیونونو انسانانو په برخلیک هم داسې کسان حاکم دي چې هغوی د اسلامي نظام د پلي کولو ادعا کوي. دا او ګڼ نور عوامل د دې لامل کېږي چې په اسلام او قران کې د تاوتریخوالي په اړه له پخوا یوه مهمه پوښتل شوې پوښتنه راپورته شي او اوس یې قانع کوونکی ځواب تر لاسه شي.
په دې اړه له پوښتنې او بحث وړاندې هغه مخينه لنډه یادوم چې تر دې دمه مدرن اسلامي نظامونه او پوهان پرې یوه خوله شوي او په عملي ډول يې واکمن کړی. د اسلامي نړۍ ګڼ هېوادونه چې اوس يې قوانین له نورې نړۍ سره ډېر توپیر نه لري د دغو نظامونو مصداق دي. د یوې کوچنۍ ډلې مخالفت چې د دغو نظامونو رواوالی له پوښتنې سره مخ کوي هم دریځ د همدغې مهمې پوښتنې په حل کې روښانېدی شي. له پوښتنې وړاندې د موضوع په اړه درې اخیستونونه:
اول، اسلام له آره تاوتریخجن
دویم، د سزا ماهیت ته په کتو
درېیم، کله چې دا بحث کېږي چې د پیغمبر (ص) پر مهال نجونې او ښځې د ټولنې برخه وې، زده کړې یې کولې او د جهاد او سوداګرۍ په څېر فعالیتونوکې ور ګډې وې نو اوس ولې پلمه کېږي چې اسلام يې په کور د کېنولو سپارښته کوي (چې په دې کې هم پراخ علمي بحثونه شته، خو لنډه یې دا ده چې هغه توندلاري یې هم دا مني چې ښځې له زده کړو، کار او په ټولنه کې له ګډونه منع شوې نه دي). خو یو شمېر ملایان دا استدلال هم کوي چې د اسلام د وخت له مهاله تر اوسه شرایطو ډېر فرق کړی. دوی اوسنۍ زمانې ته د فساد د وخت زمانه وايي او هغې ته خیرالقرون یا تر ټولو غوره وختونه. نو که توپیر هلته روا وي او د ښځو په اړه شرایط فرق کوي، نو د سنګسار اونورو سزاګانو او مواردو په اړه چې اسلام یې په اوسنۍ نړۍ کې بدرنګ کړی توپیر نه کوي؟
دا چې ټولنه بدله شوې په دې کې شاید څوک اختلاف ونلري؛ ټولنه او انسان د پیغمبر ص د زمانې پرتله ډېر بدل شوی. پخوا که خلک د وجایبو او تکالیفو او حتی بنده ګۍ او غلامۍ له لارې اېل او خبرول کېدل، اوس خلک د خپلو حقونو په اړه پوه دي او مسلمانان اوس په ټوله نړۍ کې خپاره هم دي او د بل هر انسان په توګه د خپلو انساني حقونو غوښتونکی دی او پرې پوه دی. اوس د پخوا پرتله زده کړې، حتی تفریحات او د ژوند ډول او هر څه بدل شوي. تعقل او تفکر او نړۍ لید هم توپیر کوي.
که څه هم دا هم باید هېره نشي چې انسان داسې ټکنالوژي هم جوړه کړې چې تاوتریخوالی یې او د تاوتریخوالي ډول يې بشپړ بدل کړی. دا په دې خاطر وایم چې دا ادعا هم نشو کولی چې اوسنی انسان تاوتریخوالی نه پېژني بلکه اوس سیستماتیک تاوتریخوالی او د سیستماتیک تاوتریخوالي بې شماره وسایل شته. خو مسلمانان اوسمهال نه یواز له هغوی دي چې د انسان په توګه خپل حقوق غواړي بلکه دا هم د ځان دنده ګڼي چې له دغه ډول سیستماتیک تاوتریخوالي څخه د انسان په ژغورلو کې ونډه واخلي.
په پای کې د خپل یوه استاد او یوه ټولګيوال تر منځ پر هغو بحثونو دا د پوښتنو مقدمه رانغاړم چې د پیغمبر ص پر مهال د غلامۍ او برده دارۍ د له منځه وړلو په اړه وه. ټولګيوال مې استاد راتکیه کړی و چې ولې پیغمبر ص غلامي او برده داري له منځه نه وړله، په داسې حال کې چې د مسلمانانو دولت او واک او زور پراخ شوی و او دا چې ولې يې خپله وینځه نه آزادوله؟ استاد استدالال کاوه چې پیغمبر ځکه خپله وینځه نشوه آزادولی چې اقتصاد کمزوری و او پر هغې وینځه يې احسان کاوه. کلونه تېر شول یو ژمی مو هماغه استاد ولیده او دا موضوع مو وریاده کړه. استاد مکث وکړ او ویې خندل او ویې ویل زه هم خپل وجدان نشم قانع کولی او دې پوښتنې ته ځواب نه لرم او ځکه په دې اړه نور په ټولګیو کې بحث نه کوم. دا موضوع مې ځکه یاده کړه چې ځینې وخت د پوښتنو په پوښتلو او یا يې د ځوابونو موندلو او پلټلو پر مهال له ګڼو شکونو او نورو پوښتنو سره مخ کېږو. خو ځوابونه يې چې علمي، منطقي او تاریخي توجیه ولري د ټولنو په روښانتیا او اصلاحاتو کې نېغ رول لرلی شي.
نو اوس پورته اخیستونونو او د بدلون واقعیت ته په کتو مهمې پوښتنې چې ځواب غواړي دا دي:
آیا دا منو چې اسلام او قران تاوتریخوالی او ډار اچونه دودوي؟
که دا دلیل وايو چې دا سزاګانې اوس نامسلمانان تاوتریخوالی بولي بلکه د الهي حکم په توګه همدا تاوتریخوالی په پټو سترګو منو بیا نو دا نه ردوو اسلام او قران تاوتریخوالی او ډار اچول نه ردوي.
خو که دا دلیل وايو چې دا مناسبې او له عدالت ډکې سزاګانې دي او که څوارلس سوه کاله وړاندې سمې وې نو هغه مهال شرایط هماغسې و اوس دغه سزاګانې هم توپیر کوي ځکه شرایط توپیر کوي؛ آیا داسې څه د توجیه وړ دي؟
مخ په وړاندې لاره څه ده؟ د سنګسار او نورو ټولو تاوتریخجنو سزاګانو له تطبيق سره په لا بدلېدونکې نړۍ کې څه وشي او که دا بحثونه همداسې بې ځوابه پاتې شي او په ټولیو ټولیو له اسلامه د خلکو د وتلو ننداره وشي.
نوټ: دغو او ورته پوښتنو ته زما او زما د اړوند فکري مکتب ځوابونه په نورو لیکنو کې
لیکوال شهاب الدین لونګ (افغان) په تاریخ او فلسفه کې زده کړې کړې او اوس د پي اېچ ډي په کچه په څېړنه بوخت دی