Homeخبرونهد ماین د خطر د پوهاوي ورځ؛ لا هم سلګونه افغانان د...

د ماین د خطر د پوهاوي ورځ؛ لا هم سلګونه افغانان د ماینونو قرباني کېږي

تاند (سې شنبه، د حمل ۱۵ مه) د ماین د خطر د پوهاوي په نړیواله ورځ د سره صلیب نړیوالې کمېټې او ملګروملتو خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې لا هم هر کال سلګونه کسان د ماینونو په چاودنو کې مړه کېږي.

د ملګروملتو له ماینونو سره د مبارزې ادارې د دې ورځې په مناسبت په راپور کې ویلي چې له ۱۹۸۹ م کال راهیسې تراوسه پورې نژدې ۵۶ زره ۹۲۳ تنه ملکي افغانان د ماینونو او ناچاودو مرمیو په چاودنو کې مړه شوي دي.

د ملګروملتو پر اساس، په متوسط ډول هره میاشت ۱۱ تنه افغانان د ماینونو د چاودنو له کبله له ژونده بې برخې کیږي.

په ۲۰۲۱ م ګال د ماینونو په قربانیانو کې ۹۹ سلنه د هغو ماینونو یا چاودېدونکو موادو له کبله وه چې د وسله والو جګړو په ترڅ کې په لارو کې اېښودل کېدل. په همدې کال د ټولو قربانیانو ۷۹ سلنه ماشومان وو.

ملګري ملتونه وايي، د ماین پاکۍ موسسو په افغانستان کې له ۱۹۸۹ کال څخه تراوسه پورې څه باندې ۱۹ میلیونه ناچاودلي مرمۍ او ۷۵۹ زره ماینونه شنډ کړي دي.

د ملګروملتو پر اساس، دغو موسسو په افغانستان کې ۳۳ زره د نقلیه وسایطو ضد ماینونه هم پاک کړي دي.

د ماین پاکۍ موسسې توانېدلي چې په یاده موده کې ټولټال ۲۷ زره ۸۳۳ خطرناکې سیمې یا ۳۰۱۱ کیلومتر مربع ساحه له ماینونو او نورو چاودېدونکو موادو څخه پاکه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...