Homeخبرونهپه نیمروز کې د داعش او طالبانو په نښته کې ۱۳ تنه...

په نیمروز کې د داعش او طالبانو په نښته کې ۱۳ تنه وژل شوي

تاند (سې شنبه، د حمل ۱۵مه) د راپورونو له مخې، د نیمروز ولایت په مرکز زرنج کې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ د تېرې شپې په نښته کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبلې اوښتې دي.

راپورونه وايي چې نښته تېره شپه د زرنج په معصوم آباد کلي کې وشوه او په ترڅ کې یې لږترلږه ۱۰ داعشیان او ۳ طالبان وژل شوي دي.

د طالبانو حکومت ویلي چې د دوی خواکونو په معصوم اباد کلي کې د داعش وسله والو پر یوه پټنځای عملیات وکړل او کابو دوه ساعته یې دوام وکړ.

له دې سره هممهاله د بلخ ولایت مرکز ته نژدې په نهر شاهي ولسوالۍ کې د داعش او طالبانو ترمنځ په نښته کې د طالبانو په وینا ۶ داعشیان ووژل شول.

د شپې په شاوخوا ۹ بجې په سیمه کې نښته پیل شوه او څو ساعته یې دوام وکړ. د طالبانو د حکومت د بلخ د امنیه قوماندانۍ د ویندوی محمداصف دراني په وینا، طالبانو په نهر شاهي ولسوالۍ کې د داعش پر یوه پټنځای عملیات وکړل او د ۶ داعشیانو، چې ده خوارج وبلل، په وژلو پای ته ورسیدل.

ده ادعا وکړه چې په دې عملیاتو کې طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...