Homeخبرونهد افغانستان پولې ته څېرمه د روسیې او تاجکستان ترمنځ ګډ تمرینات...

د افغانستان پولې ته څېرمه د روسیې او تاجکستان ترمنځ ګډ تمرینات پیل شول

تاند:( سې شنبه، د حمل ۱۵ )  د روسيې د مرکزي ځواکونو مطبوعاتي دفتر ویلي، چې د روسيې او تاجکستان پوځي کنډکونو د تاجکستان په “حرب ميدان” کې چې له افغانستان سره په پوله په شل کيلومترۍ کې موقعيت لري، ګډ تمرينات پيل کړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه تمرینات به د اپريل تر اوومې نېټې دوام وکړي.

په دغه راپور کې ويل شوي دي: د عملياتي پړاوونو په بهير کې به د روسيې او تاجکستان ځواکونه په غرنيو سيمو کې د ګډو عملياتو په ترسره کولو سره د ناقانونه وسله والو ډلو خطرونه له منځه یوسي.

راپور زیاتوی: په دغه تمرین کې د روسیې پوځی ډله چې د ۲۰۱ میلادی کال له پوځی اډې څخه تر ۳۰۰ زیات پرسونل پکې برخه لری، د هغوی په تجهیزاتو کې موټری پیاده ځواکونه، زغره وال ځواکونه، توپخانې، د کیمیاوی او بیولوژیکی وسلو د ساتنې ځواکونه او جنګي ځواکونه شامل دی.

په تاجیکستان کې د ۲۰۱ پوځي اډه، د روسې تر ټولو لویه بهرنۍ پوځي اډه ده.

دغه پوځي اډې د دوشنبې او باختر په ښارونو کې موقعیت لري. د ۲۰۱۲ کال په اکتوبر میاشت کې د لاسلیک شوي تړون له مخې په تاجکستان کې د روسیې پوځي اډه به تر ۲۰۴۲ کال پورې په دغه هېواد کې پاتې شي.

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د نورو ګاونډيو پر خلاف، چې له افغان حکومت سره ښې اړيکې لري، تاجکستان تر اوسه له کابل سره اړيکې نه دي ټينګې کړي او د افغانستان پولې ته څېرمه يې خپل پوځي ځواکونه هم پراخ کړي دي.

یاد شوی هېواد د طالبانو د مخالفې جنګي ډلې ملي مقاومت جبهې ملاتړ کوي او د طالبانو رژیم تورنوي، چې د افغانستان له خاورې یې تاجیکستان ته د وسله والو ډلو د خطر مخه نه ده نیولې.

طالبان په دې اړه ادعاوې بې بنسټه بولي او تاجیکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې په مداخلې تورنوي.

له دې سره، په وروستیو کې د طالبانو او تاجیکستان د اړیکو د بیرته ښه کیدو اوازې دي او تمه کیږي، چې یاد شوی هېواد به ژر د طالبانو د مخالفانو په لاس کې موجود د افغانستان سفارت طالبانو ته وسپاري.

طالبانو د وروستیو پوځي تمریناتو په اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...