Homeخبرونهزابل کې د بې پيلوټه الوتکې د سقوط اوازې رد شوې

زابل کې د بې پيلوټه الوتکې د سقوط اوازې رد شوې

تاند:( جمعه، د کب ۲۶)  د زابل لپاره د طالبانو ولایتي ادارې، په دغه ولایت کې  د یوې بې  پیلوټې الوتکې د سقوط اوازې رد کړې.

پرون په ټولنيزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره او ادعا وشوه، چې دغه الوتکه په زابل ولایت کې نسکوره شوې ده.

د طالبانو ولایتي ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه خبر واقعیت نه لري.

په وروستیو کې طالب چارواکي وخت په وخت شکایت کوي، چې امریکایي بې پيلوټه الوتکې د افغانستان په فضا کې ګرځي او هوایي حریم نقضوي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوی بیرته ډېر وخت په افغانستان کې د بې پيلوټه الوتکو ګزمې بې بنسټه بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...