Homeخبرونهامریکا: داعش تر ۶ میاشتو له افغانستانه برید را باندې کولای شي

امریکا: داعش تر ۶ میاشتو له افغانستانه برید را باندې کولای شي

تاند:( جمعه، د کب ۲۶)  د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا سینټکام عمومي قوماندان جنرال مایکل کوریلا (Michael Kurilla) وايي، داعش ډله به ښايي په ۶ میاشتو کې د دې جوګه شي چې له افغانستانه دباندې د امریکا او د متحدو ایالتونو پر لوېدیځو متحدانو بریدونه وکړي.

نوموړي پرون (پنجشنبه) د خپل هیواد د سناجرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته د سوال اوځواب (استماعیه) په غونډه کې د دې پوښتنې په ځواب کې دا خبره وکړه.

د دغه لوړپوړي امریکایي قومندان په وینا، دوی د داعش د خراسان څانګې د حملو د مخنیوي لپاره له بهره په افغانستان کې د دې ډلې پر ضد د عملیاتو لپاره د مالي ملاتړ غوښتنه کوي.

امریکایي چارواکو د طالبانو د بیا واکمنیدو له پيله پرله پسې ورته خبرداری ورکاوه، خو تراوسه داعش ډلې عملاً امریکا ته د افغانستان له خاورې داسې کوم ګواښ نه دی رامنځته کړی.

د طالبانو رژیم بیا په دې اړه اندیښنه بې بنسټه بولي او ادعا کوي، چې د افغانستان له خاورې هیچا ته ګواښ نه پېښيږي.

1 COMMENT

  1. د امریکائی چارواکو دا ډول څرګندوَنی په حقیقت کی د ټولو نړیوالو شعور ته دروند سپکاوی ګڼل کیږی او فقط یو څو معدود شمیر فکری – عقیدتی انتحاریانو ( د امریکی مرئیانو او غلامانو) ته دا ډول سناریو د منلو وړ ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...