چهارشنبه, اکتوبر 23, 2024
Homeخبرونهد ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما ماموریت وغځاوه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما ماموریت وغځاوه

تاند:( جمعه، د کب ۲۶) د ملګروملتو امنیت شورا په افغانستان کې د دغه سازمان د ځانګړي مرستندوی دفتر( یوناما۹ ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځاوه.

امنیت شورا، د پنجشنبې په ورځ په یوه خوله د ۲۶۷۸ نمبر پرېکړه لیک په تصویبولو سره، د یوناما ماموریت د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۱۷ پورې تمدید کړ.

د امنیت شورا غړیو په عین حال کې په افغانستان کې د یوناما او د ملګروملتو د نورو ادارو د حضور د دوام پر اهمیت ټینګار وکړ.

د ملګروملتو امنیت شورا د افغانستان په اړه یو بل پرېکړه لیک هم تصویب کړ.

 ۲۶۷۹ نمبر پرېکړه لیک د افغانستان له ستونزو سره د مقابلې لپاره د یوې همغږې او منسجمې تګلارې د جوړولو په خاطر د خپلواکې او هراړخیزې ارزونې په مقصد د سپارښتنو غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د جمیعت تنظیم مشر صلاح الدین رباني او یو شمېر طالب ضدو څېرو په کابل کې د یوناما دفتر د طالبانو د رژیم په پلویتوب تورن کړی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازیتوب سرپرست نصیر احمد فایق په دې اړه د رایه اچولو پر مهال، د یوناما د ماموریت د تمدید ملاتړ کړی، خو ویلي چې یوناما باید خپل ماموریت په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه حکومت د رامنځته کولو لپاره پر سیاسي خبرو اترو متمرکز کړي.

د طالبانو رژیم د یوناما د ماموریت غځیدو په اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب