دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+د کودتا او انقلاب توپیر

د کودتا او انقلاب توپیر

  • لیکنه: رفیع الله ساحل

په دې لیکنه کې د کودتا او انقلاب په پېژندنه، توپیرونو او همدارنګه د کودتا او انقلاب په مشابهتونو خبرې شوې دي.

کودتا او انقلاب څه ته وایې؟
څه توپير سره لري؟
ترمنځ یې مشابهت څه دی؟

کودتا
د نظامي ځواک او هغه افرادو په واسطه چې په حکومت کې څه ناڅه اختیار لري په ناقانوني ډول د یوه دولت رانسکورولو ته کودتا وایې.
کودتا په عموم کې په دوه ډوله وېشل کېږي.

۱ – ناڅاپې کودتا؛
۲ – خزنده یا تدریجي کودتا.

۱ – ناڅاپي کودتا
هغه کودتا چې په ناڅاپې ډول د نظامي ځواک په درلودلو سره په حکومت کې د تصرف او قدرت د ترلاسه کولو په خاطر صورت نیسي.

۲ – تدریجي یا خزنده کودتا
دا هغه ډول کودتا ده چې د یوه دولت په درې ګونو قواوو کې له نفوذه شروع شي او د خاصو منظمو انحرافي تخنیکونو په وسیله قرار په قرار د قدرت د ترلاسه کولو لپاره زمینه‌سازي وشي. چې په همدې خاطر ورته تدریجي یا خزنده کودتاه وایې.

چې هر یو د دغې دوو نوعو کېدلای شي په لاندې پنځه ډولونو عملي شي:
۱ – سره کودتا،
۲ – سپینه کودتا،
۳ – توره کودتا،
۴ – استعماري کودتا،
۵ – انقلابي کودتا.

انقلاب:
هغه مثبت/ منفي بنیادي اوښتون دی چې د یوه دولت یا ټولنې د ژوندانه په سیاسي، اقتصادي او اجتماعي برخو کې رامنځته شي، همدارنګه د ټولنپوهنې له نظره په یوه ټولنه کې د یوه زاړه نظام پر ځای د نوي او مترقي نظام ټینګېدل له انقلاب څخه عبارت دی.

 توپیرونه

۱ – کودتاه اکثریت د نظامیانو په وسیله صورت نیسي، او انقلاب د ټولنې د لوستې طبقې او عامه خلکو لخوا د د دولت د بدلون په موخه ترسره او رهبري کېږي.

۲ – کودتا په صریح او تیزۍ سره عمل کوي اما انقلاب په ورو او آهسته شکل مخ ته ځي.
۳ – د کودتا هدف د قدرت او حاکمیت لاسته راوړل دي، د انقلاب هدف د ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي بدلونونو رامنځته کول دي.
۴ – کودتا ډېر کله ناکامېږي، خو انقلاب یوه رهبري شوې پروسه ده چې د ناکامۍ سلنه یې کمه وي.
۵ – په کودتا کې د دولت مرکزونه، لکه راډیو ټلویزیون دستګاوې، هوایې ډګرونه د وسپنې لیکې او نورې مهمې دولتې ودانۍ نیول کیږې، اما انقلاب عموماً بنسټونو ته بدلون او تغییر ورکوي.

د کودتا او انقلاب مشابهتونه

۱ – دواړه یو بدلون رامنځته کوي چې شاید منفي او یا هم مثبت واوسي.
۲ – دواړه د Active یا فعاله وګړو، اشخاصو او اتباعو له لوري رهبري کېږي.
۳ – هغه افراد او اشخاص چې کودتا او انقلاب رهبري کوي، سیاسي شعور یې په کافې اندازه لوړ وي.
۴ – کودتا او انقلاب دواړه هدفمنده فعالیتونه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب