پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهحقاني د ترکیې د ویزو د اسانه کیدو غوښتنه وکړه

حقاني د ترکیې د ویزو د اسانه کیدو غوښتنه وکړه

تاند: ( یکشنبه، د حوت ۷ ) د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني له ترکیې غوښتي، چې افغانانو ته د ویزو ورکول اسانه کړي.

نوموړي په کابل کې د ترکیې سفیر جهاد ارگینای سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې د دغو ویزو له اسانه کیدو سره به د ناقانونه کډوالۍ سطحه هم کمه شي.

طالب وزیر دغه راز ویلي، چې د کډوالو موضوع باید غیر سیاسي وي، خو نه یې دي ویلي چې دا غوښتنه یې له ترکیې که په ټوله کې بهرنیو هېوادونو څخه کړې ده.

د طالبانو دغه وزیر یادې څرګندونې په داسې مهال کړي، چې د دوی تر ټولو نیږدې ملګری هېواد پاکستان هم افغانانو ته په ډېره ګرانه ویزې ورکوي او ویزې یې تر ډېره په تور بازار کې تر یو نیم زر امریکایي ډالرو رسیدلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...