Homeخبرونهډیپلومات خپرونه: د افغانستان په اړه د روسیې په محوریت سیمه ییزه...

ډیپلومات خپرونه: د افغانستان په اړه د روسیې په محوریت سیمه ییزه امنیتي همغږي رامنځته کیدونکې ده

تاند: ( چارشنبه، د حوت ۳ )  د ډيپلومات په نوم مشهوره خپرونه په یوه تازه تحلیلي مطلب کې وایي، چې د روسیې په محوریت د افغانستان په اړه د سیمه ییزو اندیښنو د حل لپاره امنیتي همغږي یا اجماع د رامنځته کیدو په حال کې ده.

دغه خپرونه په مسکو کې په دې اړه ترسره شوې وروستۍ غونډې ته اشاره کوي او لیکي، چې د سیمې دوه رقیب هېوادونه هندوستان او پاکستان له ټولو خپلمنځیو اختلافاتو سره بیا هم پر افغانستان د طالبانو له حاکم رژیم څخه ورته اندیښنې لري.

دغه رسنۍ لیکي: ((د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال پر پاکستان نیوکه کړې او ویلي یې دي چې هېڅ هېواد ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د ترهګرۍ د صادرولو لپاره وکاروي. هغه د نوي ډیلي ژمنه هم تکرار کړه چې له افغانانو سره ودریږي. له نیمګړتیاوو سره سره، تر دې دمه، چې په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ د هند پر امنیتي وضعیت منفي اغېز کړی. د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ ګواښ د نوي ډیلي لومړنۍ اندېښنه ده.په زړه پورې خبره دا ده چې پاکستان هم پر طالبانو ورته تورونه لګوي. د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر په ۲۴ مه د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د وینا پر مهال د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف «له افغانستان څخه د سترو ترهګرو ډلو د فعالیت ګواښ» ته اشاره وکړه.))

د دغې رسنۍ په باور هر هېواد له طالب واکمنۍ خپلې اندیښنې لري. پاکستان یې د پاکستاني طالبانو په ملاتړ تورنوي، خو د نورو ډېرو هېوادونو اندیښنه په افغانستان کې د داعش ډلې له سر پورته کولو څخه ده او ډېر هېوادونه د دې ډلې د مهارولو په اړه طالبان په خپلو ژمنو کې پاتې بولي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالب چارواکي بیا ورته اندیښنې بې ځایه بولي او د داعش ډلې په ځپلو ټينګار کوي.

طالبان ټينګار کوي، چې د افغانستان په اړه هیڅ بحث او غونډه د دوی له ګډون پرته بشپړه نه ده او پریکړې یې عملي او موثرې نه شي تمامیدای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...