چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونه«د لوړو زده کړو د پیاوړتیا کنفرانس»؛ شېخ ندیم: افغانستان نړۍ سره...

«د لوړو زده کړو د پیاوړتیا کنفرانس»؛ شېخ ندیم: افغانستان نړۍ سره سیال کوو

تاند: ( چارشنبه، د حوت ۳ )    کابل پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت په همکارۍ د «د لوړو زده کړو د پیاوړتیا » په نوم د درې ورځیني ملي کنفرانس د پيل خبر ورکړی.

 په دې کنفرانس کې د طالبانو د رژیم د لوړو زده کړو وزیر شېخ ندا محمد ندیم ویلي، چې موږ عصري زده کړو او څېړنو ته ډېره اړتیا لرو.

هغه د پوهنتونونو له استادانو وغوښتل چې د عصري زده کړو او نویو پرمختګونو په برخه کې خپل مسؤلیت تر سره کړي.

نوموړي د یاد کنفرانس موخه په علمي ډګر کې پرمختګ، له نړۍ سره ځان سیال کول او په دغه برخه کې د نیمګړتیاوو په نښه کول وبلل.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه وویل: «لوړو زده کړو وزارت د علم د خپرېدو، لېږد او تولید دنده پر غاړه لري.» نوموړي زیاته کړه چې لوړو زده کړو وزارت د علم د تولید او څېړنو په برخه کې ډېره هڅه کوي او په دې ډګر کې یې عملي کارونه پیل کړي دي.

  د کابل پوهنتون لپاره د طالبانو رئیس دوکتور اسامه عزیز ویلي، چې په دغه کنفرانس کې د سلو دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو علمي کادرونو ګډون کړی، چې شاوخوا ۷۰ مقالې د کنفرانس د بورډ له لوري غوره شوي او ۱۸ مقالې به دلته وړاندې شي.

نوموړي زیاته کړه چې دغه مقالې پر نړیوالو معیارونو لیکل شوي او نړیوال حیثیت لري.

طالب چارواکي وایي، چې دغه کنفرانس په سبا او بل سبا هم دوام وکړي او د استادانو له لوري به د لوړو زده کړو پیاوړتیا په برخه کې علمي ـ څېړنیزې مقالې وړاندې شي.

دوی دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د نورو برخو ترڅنګ یې د رژیم له واکمنیدو سره د افغانستان ښوونې او روزنې او لوړو زده کړو ته د زیاتو تاوانونو د اوښتو خبره کیږي.

طالبانو د نجونو پر مخ د ښوونځیو لومړنۍ دورې پرانیستي پریښي او نور یې د منځنیو او لېسې زده کړو، پوهنتونونو او نورو علمي مرکزونو دروازې ور تړلې دي.

د نارینه وو په اړه هم ډېر قیودات وضع شوي او په تعلیمي او تحصیلي نصابونو کې مداخلې شوي، چې له امله یې طالبان تر سختو نیوکو لاندې دي.

4 COMMENTS

  1. د افسوس ځای داده چی دا ملایان ، د پاکستان د مدزسو وظیفه خوران او د ای اس ای مریدان هم په سیاست او د خلکو سترګو کی په خاوری اچولو او چل ورکولو اوس پوه شول. سړی د له ده نه پوښتنه وکړي چی په کوم هنر؟ البته د ماینونو د چاوولو د شمیر په اساس…؟ ښه سمه ده نو

    • بېله پاکستانه او او.. . ددوی مذهبي عقیده د انسانیت ، ازادي او انساني حقوقو خلافه ده . دین اوس موډ ندی بلکې د جهالت یوه رسۍ ده !

  2. د ادیا لیزم او دجهالت په لمن کې پراته جنایتکآره جاهلان ټول نمایش کوي له یوې خوا د عصري علومو د پر مختګ او زدکړو لپاره مجلسونه جوړوي خو له بلې خوا یې د مذهبي وروسته پاتي په اید یا لیزم کې غرقې مذهبی عقیدې په اساس د ښځو حقوق خوري او له تحصیله یې منعه کړې دي ! دا مذهبی جاهلان خوشې فاسدین دي دوی غواړي چې پر دې دوه مخي سیاست انساني حقوق تر پښو لاندې کړي او نړۍ ته بازي ورکړي !

  3. لوپره
    توبه وکاږه که ځان ته مسلمان وایی. خو ستا په خبره ته دین نلری. افغانستان دمسلمانانو ځای دی. ځان ويښ کړه. کافر او منافقین نور حکومت نلری. شل کاله او لس کاله افغان ملت په همدی خاطر شهید او معیوب سو. ستا په سر کی اوبه دی او که شړومبی چی همدا دغره په شان لوی حقیقت نسی درکولای.
    ته لا تراوسه نه یی پوه سوی چی بشری حقوق ددریمی نړی لپاره دتلکی په ډول استعمالیږی. که نه وګوره چی غرب کی ښځه او نارینه داوبادانو دغلامو او کنیرو په ډول نه استعمالیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب