چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهاروپايي ټولنه: له افغانستان سره مشروطو مرستو ته دوام ورکوو

اروپايي ټولنه: له افغانستان سره مشروطو مرستو ته دوام ورکوو

تاند: ( چارشنبه، د حوت ۳ )    د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسؤول “جوزف بوریل” په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې د دې اتحادیې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو موافقه کړې چې له افغانستان سره به بشري او خوراکي مرستې دوام لري او له تبعیض پرته به پر اړمنو کسانو وېشل کېږي. .

بوریل د دې په بیانولو سره چې په افغانستان کې په مرستندویه موسسو کې د ښځو پر کار بندیز په افغانستان کې د مرستو د رسولو په بهیر کې د پام وړ اغیز لري، څرګنده کړه چې په افغانستان کې د مرستو ویش باید د اروپايي ټولنې له اصولو او د هغو اصولو سره سم وي چې په دې اړه موافقه شوې ده.

هغه زیاته کړه: ((دا څرګنده ده چې موږ نه غواړو چې افغانستان پریږدو، په ورته وخت کې نه غواړو چې د افغانانو په ځانګړې توګه د افغان ښځو کړاوونه زیات کړو او هغوی ته سزا ورکړو، خو موږ نشو کولی د طالبانو د افراطي پریکړو په اړه غلي پاتې شوو.))

دغه هسپانوي سياستوال له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام لپاره د اروپايي اتحاديې د اصولو او شرايطو په بيانولو سره وويل: د بيلګې په توګه د طالبانو له خوا يوه نادولتي موسسه مجبوره شوه چې د ښځينه کارکونکو پر ځاى له نارينه کارګرانو څخه کار واخلي او ښځينه کارکوونکې له خپلو فعاليتونو څخه وباسي او د هغوى پر ځاى يې وګوماري. دوی زموږ مرستې نه شي ترلاسه کولای.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسوول ټینګار وکړ، چې که دغو اصولو ته درناوى وشي، نو اروپايي ټولنه به لږ تر لږه د شپږو مياشتو په ازمايښتي دوره کې هغو اقتصادي مرستو ته دوام ورکړي چې په مستقيمه توګه د افغانستان خلکو او خلکو ته ګټه رسوي.

طالبانو د نوموړي څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

له دې وړاندې هم نړیوالو ټینګار کړی، چې که طالبان اصلاح شي، افراطي پریکړې شاته وغورځوي او د یوه بین الافغاني تفاهم له لارې یوه د منلو وړ حکومت جوړولو ته غاړه کیږدي، هم به یې رژیم په رسمیت وپېژني او هم به افغانستان سره خپلې مرستې زیاتې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی