Homeخبرونهنواز شریف پاکستان ته ستنیږي

نواز شریف پاکستان ته ستنیږي

تاند: ( چارشنبه، د حوت ۳ )  د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، چې ډاکټرانو د پاکستان مسلم لیګ نواز (ن) مشر نواز شریف ته د خپل هېواد د سفر اجازه ورکړې ده.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د پاکستان ولسمشر عارف علوي د دغه هېواد د څو ایالتونو د ټاکنو نېټې اعلان کړي دي.

د نواز شریف د ګوند په مشرۍ د پاکستان ایتلافي حکومت هیله من دی، چې د هغه له راتګ سره به دوی په کیدونکو ټاکنو کې ډېرې رایې ترلاسه کړي.

نواز شریف، چې درې ځله د پاکستان لومړی وزیر پاتې شی، د ۲۰۱۹ له نومبر راهیسې په لندن کې د جلاوطنۍ ژوند تېروي.

د پاکستان د دفاع وزیر دا وړاندیز هم وکړ چې مسلم لیګ (ن) او د بلاول بوټو زرداري په مشرۍ د پاکستان پیپلز ګوند (پی پی پی) باید د نهو سیاسي ګوندونو ایتلاف د پاکستان ډیموکراتیک غورځنګ (PDM) په پلیټ فارم کې په ګډه راتلونکي انتخابات وګټي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان ګوښه شوی صدراعظم عمران خان د دغو ټاکنو د ګټلو لپاره په چمتووالي بوخت دی او تمه کیږي، چې راتلونکې ټاکنې به له سختو ناندریو ډکې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...