شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهکندهار کې د ایران د انقلاب کلیزه؛ ط‌ مقام: د ایران انقلاب...

کندهار کې د ایران د انقلاب کلیزه؛ ط‌ مقام: د ایران انقلاب د ټولو مسلمانانو روح دی

تاند:( سی شنبه، د دلوې پينځه ويشتمه)‏ د کندهار لپاره د طالبانو د ادارې دد بهرنیو اړیکو رئیس مولوي حقاني د ايران د اسلامي انقلاب په کليزه کې، د ايران دغه انقلاب د مسلمانانو روح ګڼلی.

نوموړي پرون په دغو جوړو شويو مراسمو کې وویل: (( د ایران اسلامي انقلاب د ټولو مسلمانانو روح دی، کله چې یوه اسلامي ټولنه او یا اسلامي هیوادونه وي، انقلاب د هغوی لپاره روح دی .))

هغه زیاته کړه: اوس د ایران اسلامی انقلاب د ازادو مسلمانانو او نړۍ لپاره یوه بیلګه ګرځیدلې ده.

په دې مراسمو کې د ايران سرکونسل هم د خپل هېواد د اسلامي انقلاب، امريکا ضدو سياستونو، قاسم سلیماني او د افغانستان پر وړاندې ېې د سياستونو ستاينه کړې ده.

په افغانستان کې د طالبانو له بيا واکمنيدو وروسته، د ايران د ورته مراسمو نمانځه پراخه شوې ده.

د‌ چارو شنونکي ايران ته د طالبانو دومره نيږدې کيدل د دوی او افغانستان په تاوان بولي او ورڅخه غواړي چې متوازن او مستقل سياست دې ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب