یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهد ځوانانو معینیت له کارکوونکو څخه«د عقيدتي مسايلو» ازموينه واخيستل شوه

د ځوانانو معینیت له کارکوونکو څخه«د عقيدتي مسايلو» ازموينه واخيستل شوه

تاند:( سی شنبه، د دلوې پينځه ويشتمه)‏ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لپاره د طالبانو د د دعوت او ارشاد ریاست چارواکو ، د ځوانانو چارو معینیت له کارکوونکو څخه د «عقیدتي مسایلو» آزموینه اخيستې ده.

طالب چارواکو ، د دغو روزنیزو دورو د ترسره کولو موخه د کارکوونکو د دیني ظرفیت لوړول او له دیني او اخلاقي موضوعاتو سره د هغوی آشنا کول ښودلي.

 د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د دعوت او ارشاد رئیس مولوي حاجي محمد طیب ویلي:((علماء د دین وارثان دي او د دیني مسایلو رسول د علماء مسئولیت او دنده ده.))

نوموړي ويلي د تېرو درېو میاشتو په بهیر کې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلګونه کارکوونکي د «عقیدتي مسایلو» له روزنیزو دورو څخه فارغ شوي دي.

طالب مقام زیاتوي، په دغو روزنیزو دورو کې ګډونوالو ته د عقیدې، د اسلام مبین دین د پنځو بناوو او د نبوي سیرت په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

طالبانو د افغانستان په نیږدې ټولو دولتي ادارو کې ورته پروګرامونه او له کارکوونکو څخه يې د ازموینو د اخيستو لړۍ پيل کړې، چې سختو نيوکو سره مخ شوی.

د طالبانو منتقدین وايي، چې دغه ډله افغانانو ته د « غير مسلمانانو» په سترګه ګوري او دا ډول پروګرامونه يې د خلکو د سپکاوي او د عقيدتي ناپوهي په پلمه له دندو د مخکينيو مامورينو ګوښه کول دي.

1 COMMENT

  1. دلته خو د علما ؤ ډیر زیات اختلافات دی، یو ملا یو شی حرام بولی او بل بیا بل شی حرام بولی ، مسلمانان خو د همدی خودغرضو او د پیغمپر(ص) نا اهلو وارثانو د لاسه ډلی ډلی شوی دی ، اوس یو ډله یو ته ته کافر وای او بل بیا بل ته ، او د هر یو لاس کی ځانته فتوا ده ، نو پدی حالت کی به څوک پدی امتحان کی کامیاب شی ، ځکه کومه واحده نسخه چه نه وی نو د سوالو کیلی به د کومی نظری او ډلی په اساس جوړه شوی وی ، صوفیان خو یو څه وایی ، دیوبندیان بل څه، پنجپیریان بل څه ، د اشنغر ملایان بیا بل ځه ، جعفریه، شیع ، مودودیان او وهبیان خو هسی د غه امتخان ته داخله نه کوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب