جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهنن د نظار شورا له لوري د افشارو د قتل عام دېرشمه...

نن د نظار شورا له لوري د افشارو د قتل عام دېرشمه کلیزه ده

تاند:( جمعه، د دلوې يوويشتمه)‏ د دلوې ۲۱ مه يانې نن، د کابل ښار په افشارو سيمه کې د پخواني شمال ټلوالې او نظار شورا له لوري د هزاره ګانو او اهل تشيعو د ډله يیزې وژنې دېرشمه کلیزه ده.

د ثبت شويو تاريخي پېښو په حواله، ۳۰ کاله مخکې په همدې ورځ، په کابل کې د واک پر سر د جهادي تنظیمونو د جنګي سیالۍ په لړ کې د وخت د ولسمشر برهان الدين رباني ځواکونو د هغه د دفاع وزیر احمد شاه مسعود په امر په افشارو کې د هزاره ګانو د جنګي مشر عبدالعلي مزاري د‌ فشار لاندې راوستو لپاره د هزاره ګانو او اهل تشيعو په قتل عام لاس پورې کړ.

د هزاره ګانو يو مشهور څېړونکی سید عسکر موسوي ادعا کوي، چې د معلوماتو له مخې ېې په دغه ورځ د احمد شاه مسعود ځواکونو د افشارو شاوخوا ۷۰۰ اوسیدونکي، چې اکثره هزاره ګان او شيعه ګان وو، ووژل.

د هغه په وينا، په وژل شويو کې ښځې او ماشومان هم شامل وو.

د دېرشو کلونو له تېرېدو سره، لا هم د نظار شورا مشرانو د يادې پېښې له امله بښنه نه ده غوښتې او نه ېې د قربانیانو کورنیو ته د خپل دغه قتل عام په اړه ځواب ورکړی.

د افغانستان هزاره هر کال په دې ورځ د يادې پېښې په اړه وير کوي، خو منتقدین ېې نيوکه کوي، چې د هزاره ګانو سياسي مشران لا هم د جميعت ګوند او نظار شورا مشرانو سره په سیاسي معاملو اخته دي او په نړيوالو محکمو کې د لاسرسي باوجود ېې د دغې پېښې د څېړنې لپاره کومه هڅه نه ده کړې.

2 COMMENTS

  1. د کابل ښار د سېلو افشارو سیمه چې د وخت د ټولنیزو علومو انستیتوت ، کابل پولیتخنیک پوهنتون ، پولیسو اکادیمي او مرستون ترمنځ واقع دی ، د افغانستان په معاصر تاریخ کې یوه شرموونکې ، ظالمانه فاجعه وه . هلته نه یواځې زمونږ هزاره ورونه اوسېدل ، بلکې پښتانه ، تاجیکان او نور خلک هم اوسېدل . د حزب وحدت اسلامي افغانستان نظامیانو هغوی ته اجازه نه ورکوله چې له افشارو بلې خواته کډه وکړی . د افشارو ترڅنګ د خوشحال خان مېنې نورې ډېرې سیمې هم په دې جګړو کې ورانې شوې او اوسېدونکي یې شهیدان شول .
    د افشارو د فاجعې په ورځ د هزاره ګانو ترڅنګ ، پښتانه او تاجیکان هم شهیدان شول ، ټوله سیمه ورانه ویجاړه ، انسانان یې مړه او مالونه یې چور شول . په هغه وخت کې ویل کېدل چې د حزب وحدت اسلامي له ملیشاو او نظامیانو ترڅنګ ، شاوخوا 15000 بېګناه انسانان ووژل شول . د کابل ښار په دریمه ، پنځمه او شپږمه ناحیه کې د قدرت پرسر جګړه د شورای نظار ، جمعیت اسلامي افغانستان ، اتحاد اسلامي افغانستان ، حرکت اسلامي د مرحوم شیخ آصف محسني چې مشهور قوماندان یې قمبر لنګ وو، او د عبدالعلي مزاري په مشرۍ د حزب وحدت اسلامي افغانستان ترمنځ وي . دوی د دهمزنګ او کابل ژوبڼ نه تر میرویس میدان ، له کابل پوهنتون او کابل پولیتخنیک نه تر دارلامانه دا ټولې سیمې په خپل منځي جګړو کې په بل مخ واړولې .

  2. د حقانی ساب کتاب به د پاملرنی وړ وی یا نه وی ( چی البته فقط د ځان او ځان غوندی څو نورو غُلانو لپاره ئی لیکلی دی او هیڅ علمی – عملی ارزښت نلری) .
    فاجعه بله ده ( باور وکړی را ته سخته تمامه سویده).
    څو شیبی مخکی می په یوتیوب کی یوه ویډیو ولیده:
    همدا دوی ورځی مخکی دوی اروپائی ښځی ( اوږده ژیړ وریښتان او نازک او لنډ کمیسان او جِن پتلونان ئی په تن او د مسجد نبَوی په بیرونی صحن کی ګرځیدی او غوښتل ئی چی خپله مسجدالنبی ته ننوځی البته مؤظف پولیس ئی د تګ مخه ونیوله.
    نو
    که څوک را نه خپه کیږی یا نه،
    اوس زه مطمئن سوم چی ” ابن تیمیه ملعون ” د یهودی موری شیدی رودلی وی او ابن عبدالوهاب د انګریزی موری شیدی رودلی وی او اوسنی د حرمین خطیبان د عبدالرحمن السدیس مُرده ګو په شمول او د سعودی ټول فاسد مُلایان او فاسد حاکمان د ابلیس په لومو کی را ګیر دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب