یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونههندوستان: له افغانستان څخه نه باید د ترهګرۍ د صادرولو لپاره استفاده...

هندوستان: له افغانستان څخه نه باید د ترهګرۍ د صادرولو لپاره استفاده وشي

تاند:( جمعه، د دلوې يوويشتمه)‏ د هندوستان د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال په مسکو کې ویلي، چې د افغانستان له خاورې نه باید د ترهګرۍ د صادرولو لپاره استفاده وشي.

نوموړي مسکو ته د سفر پر مهال، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وکتل او د افغانستان په اړه یې په پنځمه څو اړخیزه امنیتي غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان په اړه د امنیتي غونډې پر مهال د هندوستان لوړپوړي استازي ژمنه وکړه چې “هیڅکله به افغان ولس د اړتیا په وخت کې يوازې پرې نه ږدي.”

د هندوستان دغه مقام یادې څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې دغې غونډې ته د هندوستان بلل شوی مخالف ګاونډی نه و ورغلی.

سره له دې، چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې زهرا ممتاز بلوچ د سیمې د هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو په دغه غونډه کې د خپل هېواد د نه ګډون اصلي دليل د غونډې ژر تر سره کیدل ښودلي، خو ځینې راپورونه څرګندوي، چې پاکستان دغې غونډې ته د هندوستان د بلل کیدو په اعتراض له غونډې سره پریکون کړی دی.

په افغانستان کې د طالبانو حاکمې ادارې د هندوستان يادې غوښتنې ته غبرګون نه دی ښودلی.

مخکې د طالبانو وياندويانو او چارواکو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعاليتونه او موجوديت رد کړی او ویلي، چې له دغه هېواد څخه هیچا ته ګواښ نه پېښېږي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب