Homeخبرونهترکیه کې د زلزلې له امله د افغان کډوالو د مرګ ژوبلې...

ترکیه کې د زلزلې له امله د افغان کډوالو د مرګ ژوبلې بېلابېل ارقام ښودل شوي

تاند:( پنجشنبه، د دلوې شلمه)‏ ‏‏ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت منلې، چې په ترکیه کې د زلزلې له امله لسګونه افغانان مړه او ژوبل شوي دي.

 د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا تکل رسنیو ته ویلی چې په ترکیه کې د زلزلې له امله سل تنه افغانان مړه او ژوبل شوی دی .

نوموړي د دې په څرګندولو سره چې يادې شوې شمېرې په ترکيه کې د افغانستان د سفارت د شمېرو پر بنسټ دي، ټينګار وکړ چې دغه شمېرې وروستۍ نه دي او ښايي بدلون ومومي.

ځينو نورو سرچينو د یادې زلزلې له امله د مړو شويو افغانانو شمېر تر دوه سوه تنو او د ټپیانو تر نيږدې زرو تنو ښودلی، خو کره شمېر تر اوسه نه دی څرګند.

د دوشنبې په ورځ د فبرورۍ په ۱۶ مه سهار وختي سختې زلزلې د ترکیې سویل ختیځ او د سوریې شمال لویدیځې سیمې ولړزولې. د وروستیو شمېرو له مخې، د دغو زلزلو په پایله کې په دواړو هېوادونو کې تر ۸ زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

د طالبانو حاکمې ادارې د ترکیې زلزله ځپليو سره د ۱۰ ميليونه ډالرو او د سورېې زلزله ځپليو سره د ۵ میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...