پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهټي ټي پي: عمران خان دروغ وايي، د وژلو پلان یې نه...

ټي ټي پي: عمران خان دروغ وايي، د وژلو پلان یې نه لرو

تاند:( پنجشنبه، د دلوې شلمه)‏ ‏پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي دپاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان دا ادعا له حقیقته لرې ګڼلې، چې ګنې د پاکستان د طالبانو د تحریک له لوري د هغه د وژنې هڅه روانه ده.

عمران خان ویلي وو، چې د جنوبي وزیرستان ځینو کسانو ته د هغه د وژنې مسوولیت سپارل شوی دی.

 د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني ویلي د‌ هغوی جګړه نیغ په نیغه د پوځي او استخباراتي ادارو سره ده او نور سیاسي او غیر سیاسي کسان او ګوندونه یې تر هغې په نخښه نه دي چې له دې جګړې یې ځان په ډډه ساتلی وي.

عمران خان تر دې وړاندې دعوه کړې وه، چې دهغه د وژلو لپاره د پاکستان پخواني ولسمشر اصف علي زرداري یوې ترهګرې ډلې ته پیسې ورکړې دي.

پخواني ولسمشر اؤ دپیپلز ګوند مشر اصف علي زرداري دعمران خان دا دعوه دروغ بللې ده او د هغه پر ضد یې محکمې ته شکايت کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب