جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهافغانستان د ترکېې او سوريې زلزله ځپلو سره ۱۵ ميليونه ډالره اعلان...

افغانستان د ترکېې او سوريې زلزله ځپلو سره ۱۵ ميليونه ډالره اعلان کړه

تاند:( سې شنبه، د دلوې اتلسمه)‏ ‏د افغانستان حاکمې ادارې د ترکیې او سوریې له زلزله ځپلو سره یو ځل بیا خواخوږي څرګنده کړې او له ترکیې سره د ۱۰ میلیونو او د سوریې له زلزله ځپلو سره یې د ۵ میلیونو افغانیو مرسته اعلان کړه.

دغه اعلان د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې کړی.

طالبانو په ورته مهال چمتووالی ښودلی، چې افغان روغتيايي ټيمونه د اړتيا په صورت کې د زلزلې د ټپيانو د درملنې لپاره استوي.

ترکېه او سوريه کې وروستيو زلزلو زرګونو تنو ته د مرګ ژوبلې تر څنګ درانه مالي زیانونه اړولي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې د نړۍ شاوخوا پنځوسو هېوادونو ورسره د مرستې چمتووالی ښودلی.

ياد شوي هېواد د دغې زلزلې له امله يوه اونۍ ماتم اعلان کړی.

10 COMMENTS

  1. دا اعلان شوی ډالر د غلامو قدیانیو ساختګیو طالبانو له خوا د امریکا له خوا ورکړ شوی دی دا قدیانی کفار افغان ملت وږۍ ساتی او ددی خبیثو لپاره د پنجابی پاکستان غلام جعلی حقوقدان عثمان تره کۍ د اجنبیو په مصرف هری خواته سفرونه کوی دا پنجابی غلام وحشی جاهلانو ته تبلیغونو باندی لګیا دی اما دا جعلی حقوقدان خبیث باید پوه شی چی دوی دی جنایتکاری کښی سربیره د امریکا ډالرو باران بیا هم د ناکامی سره مخ کیدونکی دی !!!!!

  2. کنڅلمار غرواله !
    د ملې منلي شخصیتونو په پته بد او رد مه وایه .
    د ادپ په چوکات کي مستند خبري وکړه. عصبانی کیږه مه. د عادت له مخي بی ځایه ښکته پورته خبري کول د لیونیانو کار دې.

    • سیستانیه،د تاسو لپاره به دا مضر مکروب ملی شخصیت وی اما نوموړۍ د طالبانو د ملت شکنجی بالخصوص د میرمنو او جلکیو حقوق تر پښ لاندی کول او مکتبونه او پوهنتونونه په مدرسو او او حقانی چټلیو بدلول ددی مکار دروغجن حقوق پوه له خوا تر اوسه هیڅ ضد والۍ ندی ښکاره شوۍ دا راوستل شوی قدیانی طالبان د بادارانو بالخصوص د پنجابی پاکستان اطاعت سره سم غواړی چی ملت تام جهالت خواته سوق شی دا تربیه شوۍ تره کی ولی نه غواړی واقعیتونه څرګند کړی حتی دا د ملت دوښمن ادعا کوی چی په طالبانو کښی معتدل او سختګیره کسان موجود دی نه په دوی کښی معتدل او سخت دریزه کسان نشته ټول په اتحاد سره د پنجابیو دیرینه ارمانونه په ځای کوی او دا ساختګی قانون پوه د هغه مردارشوی کمونیست تره کی په شان غواړی چی ځان نابغه ښکاره کړی اما په واقعیت د ملت تباهی ته ئی ملا تړلی دی د تاسو لپاره به د نوموړی دریز صحیح ښکاری دا د تاسو حق دی ، مبارک مو شه سیستانیه !!!!!

  3. ډولکتور غړوتوال او ښاغلی ډاکتر عثمان تره کی فرق داسی دی لکه ځمکه او آسمان. غړوت وال او کړوت وال ماته شه کلک ذهنی مریض شکاری. او یا داچه د پنجاب د ای اس ای لخوا معاش اخلی، تر څو د افغانستان کدرونه او شخصیتونه وټکوی.

    عاقبت گرگ زاده گرگ شود.
    گرچه با آدمی بزرگ شود.

  4. ښاغلی غروال صاحب ، د هرچا ښو ته به ښه او بدو ته به بد وایو.
    کله کله طالبان هم یو نیم سم کار کوي لکه له ګران افغانستان نه د مفسیدینو، غلو ، جنایتکارانو ، جنګسالارانو ، بد معاشانو ، شورای نظاریانو او لنډغرانو ورکول .
    او له بلې خوا د ټول هېواد په حاکمیت او واک خېټه اچول ، کار اهل کار ته نه سپارل ، دروغ ویل ، د نجونو پرمخ د ښوونځیو اوپوهنتونونو د دروازو تړل او سرزوري کول یې د ټولو افغانانو او نړیوالو له خوا محکوم او بد ورته ویل شوی دي .
    استاد عثمان تره کی یو واقعي پروفیسور او حقوق پوه دی ، د هغه په پوهې او علمیت کې هېڅ شک نشته . اما سیاست بیا بېل شی دی . ممکن هرڅوک اشتباه وکړي .

  5. ښاغلۍ عبدالله بلی دا سمه دی چی د هر چا ښو ته به ښه او بدو ته به بد وایو ، اما دا ټول روزل شوی رنګا رنګ ملی خائینین مشترک باداران لری د مفسیدینو، غلو ، جنایتکارانو ، جنګسالارانو ، بد معاشانو ، شورای نظاریانو او لنډغرانو ورکول د وحشی طالبانو له خوا صورت ندی نیول بلکه د مشترکو بادارانو ( امریکا ، انګلیس او پنجابی پاکستان ) له خوا دا اوسنۍ حالت رامینځ ته شوۍ دی ، افغان ملت د یو شوروی غلام تره کی سره دده خائینی حلقی افغان ملت دوزخی اور ته اچولۍ وو او ملت په ستره قربانی سره د هغه دوزخی اور څخه نجات پیدا کړ او نن بل ملی خائین عثمان تره کۍ د پنجابی پاکستان په مرسته دروزل شوو قدیانی طالبانو لپاره سرګدانه هری خواته ددی وحشیانو لپاره منډی وهی او دده دا ملی خیانت باید په واضحو ټکیو افاده شی او وغندل شی، بلی حقوق به ئی ویلی وی اما د حقوقو پوهی له برکته هم باید توانیدلای وای چی په جدی الفاظو د روزل شوو قدیانیو ساختګیو طالبانو د میرمنو حقوقو پایملولو او د جلکیو بندیز د مکتبونو او پوهنتونونو څخه غندلی وای نه دا ملی خائین وائی چی د افغان ملت کور مکتبونو او پوهنتونونو وران کړیدی لکه چی روزل شوی قدیانی طالبان هم د مکتبونو پر ضد دی او اوس هغه فریبکاره د وحشی روزل شوو ساختګیو قدیانی طالبانو په خدمت کښی غرق دی او نه وینی چی افغان ملت ددوی له لاسه د لوږی سره مخامخ دی او ملت جهالت خواته بیول کیږی!!!!!

  6. ښاغغلي عثمان ترکي ته په ډير درنښت يو وړانديز نه په حيث د يوه معلم بلکه يوه خواخوږي افغان: هغو ليکوالو او فيلوسوفانوچي د فرانسي د انقلاب تل يي کيښوده اوله برکته يي نه يواځي فرانسه بلکه ټوله اورپا د دکليسا او شاهانو له زورواکي او ربړ نه خلاسه شوه د هغو نومنونه په د لاندي ډول:
    Montesquieu
    Rousseau
    Voltaire
    که تاسو دد دريو فيلوسوفانو کارناموته مراجعه وکړي چي دوی څه شانته حکومت کول او واکداري غوښتله او دا شعار Liberté, Egalité, Fraternité“ ومنی نو زه فکر کوم بيابه ستاسوپه نظرکي د طالبانود کړو په هکله نربدلون راشي

  7. غروت وال ته:
    خپله تبصره د دغه لاندی سرخط لاندی وګوره

    بې پولې ډاکټران: افغان ښځې د بې وزلۍ او قيوداتو له امله ناوړه وضعيت کې دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب