جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهد کندهار- دوبۍ ترمنځ د کام ایر الوتنې بیرته پیل شوې

د کندهار- دوبۍ ترمنځ د کام ایر الوتنې بیرته پیل شوې

تاند:( شنبه، د دلوې پینځلسمه)‏ ‏د طالبانو له بيا واکمنيدو وروسته، د لومړي ځل لپاره د کام ایر هوايي شرکت له لوري د کندهار او دوبۍ ترمنځ لومړنی پرواز دوبۍ ته پيل شو.

‏د کندهار د احمدشاه‌ بابا نړیوال هوايي ډګر رئیس حافظ عصمت‌الله یعقوب وویل؛ د کام ایر هوايي شرکت دوه اړخیزه پرازونه پيل او په لومړني پرواز کې۴۴ مساپرین دوبۍ انتقال شول.

‏په کندهار کې د کام ایر هوايي شرکت مسول مولوي نورعلي حیدري وویل؛ د الوتنو دا پیل به د سوداګرۍ لپاره هم په ګټه وي.

د هغه په وينا، له دې وروسته به له کندهار څخه د شنبې په ماښام دوبۍ ته او د یکشنبې په ورځ سهار به بیا د دوبۍ څخه کندهار ته پرواز وشي.

‏نوموړی زياتوي، چې مسولینو او سوداګرو سره خبرې روانې څو د کندهار ـ ډهلي او د کندهار ـ چین ترمنځ دوه اړخیزه پروازونه پيل کړي.

يو شمېر خلکو د الوتنو د دغه بیرته پیل هرکلی کړی او په نورو سيمو کې ېې هم د هوايي الوتنو د بيرته پيل او پراختيا غوښتنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب