شنبه, اپریل 20, 2024
Home+رونالډو ۳۸ کلن شو

رونالډو ۳۸ کلن شو

تاند- له نن څخه ۳۸ کاله پخوا د ۱۹۸۵ د فبرورۍ په ۵ مه د فوټبال نامتو ستوری کریستیانو رونالډو د پرتګال د مادیرا ولایت په مرکز فونشال کې وزېږېد.

د ده پلار خوزې دینیس افیرو (José Dinis Aveiro) د خپلې سیمې په ښاروالۍ کې کار کاوه. ده خپل زوی کریستیانو ته د رونالډو نوم په دې خاطر ورزیات کړ چې دا نوم د امریکا د پخواني ولسمشر رونالډ ریګن په اړه د جوړ شوي فلم د لوبغاړي و او دا د ده د خوښې فلم و.

دی یو ورور او دوې خویندې لري. رونالډو په یوه بېوزله کورنۍ کې لوی شو، تر دې حده چې مور یې ویلي، کله چې یې رونالډو په نس و، پلار یې غوښتل چې هغه ضایع کړي ځکه چې د لویولو وس یې نه و خو ډاکتر حاضر نه شو چې ماشوم ور سقط کړي.

رونالډو ۱۵ کلن و چې څرګنده شوه زړه یې باید عملیات شي او فوټبال ونه کړي خو تصادفاً د ده د زړه ستونزه بې له دې چې عملیات شي، په ډیره اسانۍ حل شوه.

ده په پیل کې د خپلې سیمې مادریا په (Desportivo Nacional) کلب کې لوبه کوله، بیا د لیزبون کلب ته لاړ.

رونالډو یو متر او ۸۱ سانتۍ ونه لري او له هماغه پیله ډیرو ته څرګنده شوه چې تکړه فوټبالر دی.

رونالډو، اوس د سعودي عربستان د النصر لوبډلې لوبغاړی او همداراز د خپل هیواد پرتګال د ملي ټیم کیپتان دی.

د ۲۰۰۳ د اګست په ۱۳ مه د انګلیستان له مانچستر یونایتید سره یوځای شو. په هماغه مهال رونالډو د انګلیستان تر ټولو قیمتي لوبغاړی وګڼل شو.

ده د مانچستر یونایټید لپاره په لومړۍ مسابقه کې په ۶۰ دقیقه ګول وواهه.

دی د نړۍ یو تر ټولو ستر فوټبالر ګڼل کېږي او تر بل هر لوبغاړي یې طلايي توپونه زیات ګټلي دي.

د ۲۰۰۹ د جون په ۱۱ مانچستر یوناتید په ۹۵ میلیون یورو  پر ریال مادرید وپلوره. دا هماغه وخت د لوړې بیې له نظره یو ریکارډ و.

رونالډو له څو نورو سفرونو وروسته بالاخره د ۲۰۲۱ د اګست په ۲۷ مه بېرته مانچستر یوناتید ته وګرځېد خو د ۲۰۲۲ د دسمبر په ۳۰ مه د سعودي عربستان النصر کلب ورسره د کال په ۲۰۰ میلیون یورو قرارداد لاسلیک کړه. د دې قرارداد پر اساس به رونالډو تر ۲۰۲۵ پورې له النصر سره وي.

رونالډو ۵ ځلي طلايي توپ او ۴ ځلي د اروپا د طلايي بوټ جایزې ګټلي دي.

ده په مسلکي فوټبال کې ۳۲ کپونه ګټلي چې په هغو کې ۷ ځلي په لیګونو کې د اتلولۍ جامونه، پنځه واري د اروپا د اتلولۍ لیګونه، یو وار د اروپايي ملتونو جام او یو ځل د اروپايي ملتونو لیګ وو.

ده په ۱۸۳ نړیوالو سیالیو کې ګډون کړی او ۱۴۰ ګولونه یې پکې وهلي چې تر بل هر لوبغاړي زیات ګولونه دي.

همداراز رونالډو د اروپا په لیګونو کې ۴۲ داسې پاسونه ورکړي چې په سبب یې ګول وهل شوی دی.

ده ټولټال په ۱۱۰۰رسمي سیالیو کې لوبه کړې ده چې په هغو کې یې ټولټال څه باندې ۸۰۰ ګولونه وهلي دي.

2 COMMENTS

  1. رونالډو که رونالدو؟
    په لاتین او نژدې ټولو اروپایی ژبو کې د « پښتو ډ یا د انګلیسي ډي » غږ نشته . رونالدو د پرتګال دی او پرتګالي ژبه هم د لاتیني زړې ژبې یو ښاخ دی ، نو ځکه د ډ پرځای د ولیکئ . په عربي او فارسي ژبو کې هم ډ غږ نشته .
    که فرضا داود پرځای ډاوډ یا سودان پرځای سوډان او یا د کویت پرځای کویټ ولیکو ، زمونږ بېسوادي او له نړیوالو ژبو بې خبري څرګندوي . هر سخن جایی و هرنکته مکانې دارد .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب