سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهحقاني: راتلونکی کال ۱۳ زره ملایانو ته تحصيلي اسناد وېشو

حقاني: راتلونکی کال ۱۳ زره ملایانو ته تحصيلي اسناد وېشو

تاند:( دوشنبه، د جدي ۱۹) د ازموینو ملي ادارې لپاره د طالبانو له لوري ټاکل شوي مشر شېخ عبدالباقي حقاني په راتلونکي کال کې د طالبانو د ادارې له لوري ۱۳ زرو ملایانو ته د تحصیلي اسنادو د ورکولو خبر ورکړی.

نوموړي ملي ټلويزيون ته په یوه مرکه کې د يادې ادارې د پیاوړتیا د هڅو خبر هم ورکړی او زیاته کړې، چې د کانکور په راتلونکې ازموینه کې به پر پښتو او دري سربېره پر عربي او انګلیسي ژبو هم له ګډونوالو د امتحان اخيستو فرصت مساعد وي.

د طالبانو دغه مقام په عین حال کې د عصري زده کړو پر ارزښت او پراختيا ټينګار کړی.

د طالبانو د ادارې د لوړو زده کړو وزير شېخ ندا محمد ندیم څه موده مخکې وويل، چې د طالبانو جنګياليو ته به د الوزولو ماينونو شمېر ته په کتو تحصیلي اسناد ووېشل شي.

تر دې مخکې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد ويلي وو، چې په دولتي ادارو کې د طالبانو د ګومارنې لپاره دې تحصیلي اسناد نه غوښتل کيږي.

د طالبانو داسې څرګندونې او اقدامات د نورو دلايلو تر څنګ له هېواده د کادرونو د وتو يو مهم علت ګڼل کېږي.

د طالبانو ځينې نور چارواکي بیا په دې اړه نور دريځونه لري.

د دوی د کورنيو چارو وزير مولوي سراج الدين حقاني اهل کارو ته په کار سپارلو ټينګار کړی او د بهرنيو چارو وزير يې مولوي امیرخان متقي ويلي، چې په کورونو کې بايد چا ته تحصيلي اسناد ونه وېشل شي.

6 COMMENTS

  1. ملایانو باندې د تحصیل نوم مه خرابوئ هغوی تحصیل نه جهالت زده کړی. د هغوی لپاره باید نوي د جهالت او تور دماغۍ سندونه وویشل شو او یوه پلاستیکي څپلکه هم باید د مډال په صفت ورته غاړه کې واچول شي.

  2. WHAT ABOUT SCIENTIST.
    HAQANI ZOYA// MONG DOCTOR ENGINEER/ / /PHARMACIST/ECONOMIST /PILOT/
    COMPIOTER MICHANICS AND MORE
    STA PAH DA LOYA DE ………MOLAYANO BANDEE SAH DUNIA ABADAH DAH
    NOW AFGHANISTAN NEED TO RECONSTRUCTION.NEED MILLIONS OF ENGINEERS.
    WE GOT MINERALS IN COUNTRY NEED TO GEOLOGYST.
    WE DONT NEED DUNKEY(MULAYAAN( ) /.
    MOLAAYAN NEED TOO MUCH NESWAAR
    HAQANI YOU ARE VERY STUPHID

  3. ملاایانو ته تحصیلی اسناد ور کویی چی بیا دې حقانی ښځه ناروغه شوه ورولی ېې چی دې جومات په پس خانه کښی یې تداوې کړې او پیریان ترې وباسې ! لعنت دې پر تاسو دې هیرا مندې لمسیانو باندې شې

  4. د سندونو وېشل خو خبره ده، خو کاشکې چې دوی يو څه په ښوونځيو کې هم لوستي‌وي.
    ايا دوی به چا ته چې هډو مدرسه يې لوستې نه وي د مدرسې / مدرسو سند/سندونه ورکړي؟
    همدا به ورته وايی چې تاسې مدرسه لوستې نه ده، نو څنګه يې درکړو؟
    بله دا چې دا د پاکستان د عميق اشغال يوه بله هڅه ده چې د مجاهدينو او د طالبانو له روزلو وروسته يې کوي چې په هېواد کې نفوذ پيدا کړي او وطن نګه مدرسه او له ملايانو ډک شي. په تدريج نور مظامين له ښوونځيو وويستل شي او ځای يې نالوستې طبقه ونيسي.
    په پاکستان کې خو لږ تر لږه هر ملا تر يوولسم ټولګي GCSE پورې زده کړې کړي وي، نو دوی ته خو ښوونځي کفر او د کفر ځايونه بريښي.
    تاسې دلته دا هم واورئ :

    https://www.facebook.com/100009145092043/videos/8898295573521611/

  5. اول خو دا چي تحصیلی اسنادو ورکول د ازموینی د ملی اداری کار ندی ۰
    دوهم ـ دا تحصیلی اسناد به د دوولسم معادل وی چي د پوهنتون په ازموینه کی داخل شوی شی او ټول به پوهنتون ته نڼوځی؛خو سوال دا دی چي دابه څوک وی ؟ افغانان که د حقانیه مدرسی انډیوالان ؟
    دریم ـ څومره چي ماته معلومه ده او پوهنتونی تجربه لرم د حقانیه مدرسی تحصیلی اسناد خپله پاکستانی پوهنتونونه لکه جامعه اسلامی ـ اسلام اباد یی نه منی او نړیوال پوهنتونونه هم ورسره مشکل لری ،نظام،نصاب او علمی اعتبار یی ضعیف او د استخباراتو د لاس اله ده ؛ دوه شریر او علم دښمنه نمونی یی همدا باقی او ندیم دی چی پوهنتونونه یی شند او په راتلونکی کی به دا ۱۳۰۰۰ د باقی
    او ندیم شاګردان به لیسانس او ماستری ته لار مومی۰

  6. دا پنجابی غلامان په هڅه کښی دی چی د افغانستان تاریخ ، مکتبونه ، پوهنتونونه له مینځه یوسی حتی کوشش روان دی چی پنجابی پاکستان ددی روزل شوو قدیانیو جاهلو وحشیانو په وسیله د افغانستان نام هم له مینځه یووړل شی او د پنجابیو په امر پنجابی نام ورته انتخاب کړی او همداسی ملی خیانت باندی د اخوندی ایران غلامانو هڅی هم روانی وی او دا اوس هم دوام لری !!!!
    افغانانو د خوشباوری غفلت خوبه بیداره شۍ او ددی راوستل شوو قاتلو وحشی قدیانیو غلامانو او دستوری تښتیدلو قاتلو د خراسانی تر نام لاندی غلامانو پر ضد راپورته شی اوددی چټلو وطن خرڅوونکیو او د اسلام دوښمنانو څخه افغانستان د افغان ملت سره ګډ پاک کړی او د افغانستان خاوره ددی یادو غلامانو له خوا خرڅون څخه وژغوری !!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب