پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهد ۶ مياشتو ۲۲۱۱پېښې؛ پاکستان کې هره ورځ پر ۱۲ ماشومانو جنسي...

د ۶ مياشتو ۲۲۱۱پېښې؛ پاکستان کې هره ورځ پر ۱۲ ماشومانو جنسي تیری شوی

تاند:( دوشنبه، د جدي ۱۹) د پاکستان د ماشومانو د حقونو یوه بنسټ ( ساحل) د تېر میلادي کال د لومړيو شپږو مياشتو په راپور کې ويلي، چې په دغه موده کې يې پر ماشومانو د جنسي تیري ۲۲۱۱ پېښې ثبت کړي.

د راپور له مخې، د 2021م کال په لومړيو شپږو میاشتو کې پر ماشومانو د جنسي تیري متوسطې پېښې ۱۰ وې.

 د پښتونخوا لپاره د پاکستان پولیسو ویلي، چې په 2019 کې پر ماشومانو د جنسي تیري 185، 2020 کې 323 او 2021م کال کې360 پېښې یې ثبت کړي.

د ماشومانو د حقونو مبارز عمران ټکر ويلي، چې له تیرو درېيو کلونو راهیسې پاکستان کې پر ماشومانو د جنسي تیري پېښې ۹۰ سلنه زياتې شوي.

ويل شوي، چې له جنسي تیري وروسته د ماشومانو د وژل کیدو پېښې هم زياتې شوي دي.

د راپور له مخې، د جنسي زیاتي سره د مخ شوو ماشومانو عمرونه د 6 نه تر 11کالو پورې دي چې دې کې 55 فیصده جینکۍ او 45فیصده هلکان دي.

د پاکستان د حکومت منتقدین د دغو پېښو د زیاتېدو يو اصلي دليل پر مجرمینو د قانون نه عملي کېدل ګڼي.

1 COMMENT

  1. YOU KNOW WHY?
    IN PAKISTAN THOUSANDS MADARESS.
    ALL TALIBS ARE GAYS.
    IN MADARESS THEY DO SEX MALE BY MALE
    THIS WAY TALIBS ARE AGAINST WOMENS
    BECAUSE THIS BUSINESS IS TOO MUCH IN PAAAAAAAKKKKKKIIIIISSSSSTTTTTTAAAAAANNNNNNN.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب