تاند:( جمعه، د جدي نهمه) د هندوستان د صدراعظم نریندرا مودي مور ماتاجی هیراما له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ډېرو نورو هېوادونو چارواکو او مشهورو څېرو له مودي سره د مور په مړینه یې خواخوږي ښودلې ده.
مودي د عمر خوړلې مور د خدمت له امله ېې هم په هندوستان او يو شمير نورو هېوادونو کې محبوب و.
د افغانستان د طالبانو حاکمې ادارې تر اوسه په دې اړه د خواخوږۍ کوم پیغام نه دی خپور کړی.
هندوستان د طالبانو د حاکمې ادارې سره ښې اړيکې لري.