Homeخبرونهبنګله دېش کې د سنوکر سيالۍ؛ افغان لوبغاړو دوه لوبې وګټلې

بنګله دېش کې د سنوکر سيالۍ؛ افغان لوبغاړو دوه لوبې وګټلې

تاند:(دوشنبه، د قوس اوومه) د بنګلدېش په کوربتوب د پنځو هیوادونو ترمنځ د سنوکر روانو سیالیو په دویمه ورځ دوو افغان ورزشکارانو صالح محمد محمدي او نادر روحاني خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه.

د المپيک ملي کمېټې لپاره د طالبانو د حاکمې ادارې عمومي رئيس نظر محمد مطمئن وايي، چې د افغان لوبغاړو له ډلې صالح محمد محمدي بنګلدیشي او نیپالي سیالانو او نادر روحاني بیا خپل سریلانکایي سیال ته ماتې ورکړه.

نوموړي د يادو لوبغاړو لاسته راوړنې ستایلي او افغان ورزشي بهير ېې د پرمختګ پر لور روان بللی.

دا په داسې حال کې ده، چې له یو شمېر ولایتونو څخه د سنوکر لوبې له مرکزونو او لوبغاړو سره د طالبانو د ځينو ډلو د ناسم چلند راپورونه ورکړل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...