دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهط-لب وزير د نجونو په يوه پوهنتون کې د سلګونه بوتله شرابو...

ط-لب وزير د نجونو په يوه پوهنتون کې د سلګونه بوتله شرابو د نیولو ادعا وکړه

تاند:( جمعه، د عقرب اووه ويشتمه) د طالبانو د حاکمې ادارې له لوري د نجونو پر زده کړو د یو مخ بندیز په اړه انديښنې په زیاتیدو دي.

پرون د طالبانو د لوړو زده کړو د وزیر شېخ ندامحمد ندیم په یوه رسنیز شوي ویډیو کلیپ کې ادعا شوې، چې ګواکې طالبانو د کابل له یوه ښځینه پوهنتون څخه په موټرو شراب او نور داسې وسایل نیولي، چې په وینا یې انسان یې په ویلو شرميږي.

ښاغلي ندیم د خپلې دغې ادعا په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له څو ورځو راهيسې د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو د يو مخ بندیز په اړه د پريکړې انديښنې په زیاتیدو دي.

مشهور ژورناليست سمیع یوسفزي د طالبانو د کابینې د یوه وزیر په حواله لیکلي: “ډیر امکان دی چې د ژمي له رخصتیو وروسته د افغان میرمنو پرمخ د لوړو زده کړو دروازې هم مکمل ډول وتړل شي.”

د طالبانو د لوړو زده کړو وزير، چې د دوی د امیرالمؤمنین ملا هبت الله اخندزاده د محدودې خاصې ډلې له غړو ګڼل کېږي، ځينو څارونکو ېې د نجونو د یوه پوهنتون په اړه وروستۍ ادعا د نجونو د زده کړو پر ضد د سخت دریځو طالب مشرانو د سناریو یوه برخه ګڼلې ده.

د طالبانو يو شمېر منتقدین د نوموړي څرګندونې بې اساسه، افغان نجونو ته بېساری سپکاوی او له منطقه لېرې کار بولي.

د دوی په وينا، طالبانو په داسې حال کې چې د کابل له نیولو وروسته د چیک جمهوریت په سفارت کې ېې د شرابو څو تر لاسه شوې بوتلې څومره رسنیزې او د ودانۍ د مالکیت له امله د جميعت ګوند په مشر صلاح الدين رباني پسې وتړلې، په يوه ښځينه پوهنتون کې به ېې د څو موټره شرابو او نورو حساسیت پارونکو وسایلو موضوع کله پټه ساتله.

طالبانو د خپل دغه وزیر د ادعاوو او د نجونو د لوړو زده کړو پر وړاندې د احتمالي بندیزونو په اړه څه نه دي ويلي.

8 COMMENTS

  1. دا څه لعنتیان دي اوس ترې نورې لارې ورکې دي نو داسې د نجونو د تعلیم مخه نیسي. د جاهل او ځناور اولاده دا شل کاله مو د جنګونو له امله د اطرافو هلکان بیسواده کړل اکثره پښتانه او اوس مو نجونو پسې راخستې. اصل تاسو د سواد او پوهې دښمنان یې.

  2. که ماته څوک‌ قدرت او واک راکړي ددې ټولو دوؤسانو خوټې پرې کوم ، مردارې ګیرې یې سوځومه او په خرو یې څټمخه سپروم ! دا خو د ډيرد جاهل زامن دي !

  3. وایی : دروغ ووایه ، خو په شرعه یې روغ ووایه .
    اول خو ښځې په ټوله نړۍ کې د شرابو څښلو ته هېڅ او یا لږ علاقمندي ښي.
    بیا د افغانستان مسلمانې او معصومې خویندې په هېڅ شکل سره شراب نه څښي.
    په افغانستان کې د شرابو د تولید فابریکې هم نشته . د شرابو قیمتونه ډېر لوړ وي ، له بل هېواد یعنې پاکستان نه د شرابو راوړل او انتقال هم سخت کار دی ، نو بیا دا دومره شراب هغه هم د ټالب منافق په دیکتاتوري کې له کومه شول .
    که فرض کړو شراب له پخوا هلته موجود ول ، نو مخکې خو د ځوانانو او نجونو پوهنتون او صنفونه مشترک ول . څوک ویلی شي چې دا شراب په ملایانو پورې مربوط نه دی او په نجونو پورې تعلق لري .
    بنا د ملا نډا نډیم دا ټول دروغ او اپلتې هېڅ اساس نه لري . لعنت الله علی الکاذبین .

  4. دعبدالله جان ورور دنظر سره سل سلنه موافقه يم .
    په پورته نظرکې مې په غلطۍ سره دو ويشتمه پيړۍ يوه ويشتمه ليکلې بخښنه غواړم

  5. خدائ پاک خو ھر سہ وینی اللہ پاک تہ بہ سہ جواب وائی دی انسانانو قصابانو
    دہ نن ملا دی دین بلا تری جوڑہ شوی
    ولی ښځو ته به دمره سپک نظر ګوری ایا تاسو له ښځو نه یاست پیدا
    الله پاک له دی پاکی خاوری نیست نابو کړه دی سلام دشمنانو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب