Homeخبرونهله اوږده ځنډ وروسته روسيې ته د کندهاري انارو صادرات بیرته پیل...

له اوږده ځنډ وروسته روسيې ته د کندهاري انارو صادرات بیرته پیل شول

تاند:( جمعه، د عقرب اووه ويشتمه) ‏د افغان کارت شرکت په هڅو له افغانستان څخه مسکوته د کندهار د انارو صادرات له دیرش کلن ځنډ وروسته بیا پیل شول.

د طالبانو د حاکمې ادارې وياند ذبيح الله مجاهد وايي، له دې ګام سره به د هېواد په صادراتو کې زیاتوالی راشي او د وچو میوو په څیر به لندو میوو ته هم له هېواده بهر مارکیټ پیدا شي.

 د طالبانو يوه بل ویاند انعام الله سمنګاني د صادر شویو انارو اندازه ۲۰ ټنه ښودلې ده.

ياد شوي انار په داسې حال کې روسیې ته صادر شوي، چې پاکستان له څو ورځو راهيسې د سپین بولدک- چمن د تګ راتګ لاره طالبانو سره د نښتې له امله تړلې ده.

افغان سوداګرو له دې امله صادراتو او سوداګرۍ ته ېې د زيان اوښتو خبر ورکړی او د طالبانو له ادارې غوښتي، چې پاکستان سره په دې اړه وغږیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...