Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد امریکا شارژدافیره: نوي افغان بانک نوټونه زموږ په همکارۍ چاپ شوي

د امریکا شارژدافیره: نوي افغان بانک نوټونه زموږ په همکارۍ چاپ شوي

تاند:(شنبه ،د عقرب اوومه)‏‌ د افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالاتو شارژدافیره وايي، چې د افغانستان د نویو بانک نوټونو د چاپ زمینه د دوی په همکارۍ مساعده شوې ده.

کرن دکر په یو لړ ټویټونو کې لیکلي، چې دا همکاري د امریکا د هغو ژمنو یوه برخه وه، چې د نقدو پیسو له کمښت سره د افغانستان د نه مخامخ کیدو په اړه ېې کړې وه.

د هغې په وينا، د دوی د دغې همکارۍ اساسي هدف دا و، چې افغانان د خوراکي او نورو اړینو توکیو د پېرلو لپاره د نقدو پیسو له کمښت سره مخ نه شي.

امریکايي شارژدافیرې له زیاتو جزیاتو پرته دا هم ویلي، چې دغه هېواد او نړیوالو متحدینو یې د نويو افغاني بانکنوټونو د چاپ د لګښت پيسې له افغانستان بانک څخه اړوندو پيسو چاپ کوونکو شرکتونو ته لېږدولي دي.

د افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالاتو ځانګړي استازي ټام ويسټ تېره اونۍ وویل،‌چې د دوی په مرسته افغانستان ته نوي بانکنوټونه چاپ شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک چارواکو ویلي، چې نوي چاپ شوي بانک نوټونه به ژر افغانستان ته ورسیږي.

د نویو بانکنوټونو په اړه تر اوسه بیلا بیل جزییات ورکړل شوي.

ځينو باوري سرچينو تاند ته ویلي، چې افغانستان د جمهوري نظام له سقوط څخه مخکې هم د بانکنوټونو له کمښت سره مخ و او افغانستان بانک ېې د چاپ هڅه کوله.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، نوي چاپ شوي بانک نوټونه هم د هماغو هڅو دوام دی او په ډېر ګومان نوي بانکنوټونه د افغانستان د مخکینیو چارواکو له لاسلیکونو او د جمهوري نظام له نوم سره چاپيږي.

طالب چارواکو په دې اړه او هم د نويو چاپ شويو بانکنوټونو د دقیق شمېر په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...