جمعه, دسمبر 26, 2025
Homeخبرونهکندهار کې د ټي ټي پي د دوو مشرانو د وژل کیدو...

کندهار کې د ټي ټي پي د دوو مشرانو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی

تاند:(شنبه ،د عقرب اوومه)‏‌ د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې په کندهار کې د پاکستاني طالبانو د تحریک د دوو مشرانو غړو د وژلو خبر ورکړی.

دغې ورځپاڼې د خپلو سرچينو په حواله ویلي، چې وژل شوي کسان اسدالله پهلوان او مدثر اقبال نومېدل او د جلا – جلا پېښو پر مهال وژل شوي دي.

ورځپاڼې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي او نه ده معلومه، چې دغه پاکستاني طالبان چا وژلي.

څه موده مخکې په پکتیکا کې د پاکستاني طالبانو د یوه بل مشر عمر خالد خراساني د وژل کیدو خبر هم ورکړل شوی و.

پاکستاني چارواکو او په افغانستان کې د طالبانو حاکمې ادارې په دې اړه څه نه دي ويلي.

مخکې د افغان طالبانو ځينو منتقدینو دوی او پاکستاني چارواکي د پاکستاني طالبانو سره په ژورو اړيکو او بیرته یې د ځپلو په مرموزو توطیو تورن کړي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پانوس؛ سويډن ـ ډنمارک ادبي هنري کاروان، ادبي غونډې

راپور: محمدسمیع صادق د ژمي په يوه ماښام کي، چي  د دوستۍ او تفکر تودوښي يخوالی نرم کړی وو، د مالمو ښار چوپتيا د شال په څېر پر ځان راکش...