جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهکندهار: د بدني ښکلا او اس ځغلولو سيالۍ وشوې

کندهار: د بدني ښکلا او اس ځغلولو سيالۍ وشوې

تاند:(شنبه ،د عقرب اوومه)‏‌ په کندهار کې د بدني ښکلا او اس ځغلولو سيالۍ په جلا- جلا ډول تر سره شوې.

‏د کندهار د سپورټ او بدني روزنې لپاره د طالبانو رئیس حاجي محمودآغا بشر وویل: د بدني روزنې په سیالیو کې د کندهار، هلمند، زابل، نیمروز، فراه، غزني او هرات ولایتونو لوبغاړو ګډون کړی و، چې د هرات لوبغاړو پکې لومړی مقام وګاټه.

نوموړي د اس ځغلولو د سیالیو په اړه ویلي: دغه سیالۍ د عینو مېنې په ښارګوټي کې د ښار او یوشمېر ولسوالیو ترمنځ ترسره شوې، چې نندارې ته یې زرګونه مینه وال راغلي وو.

د حاجي محمود آغا په وینا، په سیالیو کې د مرکز، سپین بولدک، خاکرېز او ډنډ ولسوالیو ۱۶ آسونو ګډون کړی و، چي پایلوبه د مرکز او خاکرېز ولسوالۍ ترمنځ وشوه او مرکز وګټله.

د طالبانو له بيا واکمنيدو وروسته، له کندهار څخه د ورزشي فعالیتونو او رغونکو پروژو خبرونه زیات شوي.

کندهار او يو شمېر نور ولایتونه،چې د طالبانو د فعاليتونو اصلي مرکزونه ګڼل کېدل، د دوی د شل کلنې جګړې پر مهال جګړې سخت ځپلي او خلک ېې د ژوند په مختلفو برخو کې له پرمختګ څخه پاتې ګڼل کيږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب