جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبان وايي، د نوې اردو د غړیو شمېر یونیم لکو ته رسیدلی

طالبان وايي، د نوې اردو د غړیو شمېر یونیم لکو ته رسیدلی

تاند(جمعه، د عقرب ) د طالبانو د حکومت دفاع وزارت وايي چې د دوی د دفاعي ځواکونو شمېر یولکو ۵۰ زرو ته رسیدلی او نور به هم زیات شي.

د دفاع وزارت عمومي سرمفتش لطیف الله حکیمي د کابل له یوې ځايي رسنۍ سره په مرکه کې ادعا وکړه چې اوسنۍ ملي اردو د پخوانۍ خلاف د هیواد د ملي ګټو دفاع کوي.

ده زیاته کړه:«اردو باید په کومه ډله یا شخص پورې تړاو ونه لري ځکه چې که شخص مړ شي اردو هم ورسره مري، او که هغه ژوندی وي اردو به یې هم ژوندۍ وي. اردو باید د هیواد لوړو ملي ګټو ته ژمنه وي.»

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرمفتش وویل چې اوسنی ځواک د هیواد ټولې پولې کنټرولوي او ګاونډي هیوادونه باید د افغانستان په اړه امنیتي اندېښنه ونه لري.

«اردو ټولو هیوادونو ته د امنیت د ټینګولو او د قاچاق د مخنیوي په اړه پر خپلو ورکړیو ژمنو ولاړه ده.»

دا په داسې حال کې ده چې تاجکستان په وروستیو کې ادعا وکړه چې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته له افغانستان څخه تاجکستان ته د مخدرو موادو قاچاق زیات شوی دی.

له بلې خوا روسیې ادعا وکړه چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ ترهګرۍ ډلې فعالې دي او دا ډلې ۹ زره غړي لري چې دا ګاونډیو هیوادونو ته لوی ګواښ پېښولی شي.

د چارو ځینې کتونکي بیا وايي چې روسیه د دې لپاره چې د منځنۍ اسیا له هیوادونو لا ډیر امتیازونه واخلي او خپل پوځي حضور په دغو هیوادونوکې زیات کړای شي، هڅه کوي چې افغانستان خطرناک وښيي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب