جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهستانکزی: پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه کې ورانوونکی رول ولوباوه

ستانکزی: پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه کې ورانوونکی رول ولوباوه

تاند(جمعه، د عقرب ) د افغانستان د پخواني حکومت د سولې د مرکچي پلاوي مشر محمدمعصوم ستانکزی وايي چې پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه کې ورانوونکی رول درلود.

ښاغلي ستانکزي دا خبره د امریکا د سولې انستیتیوت په کوربه توب په هغه انلاین غونډه کې وکړه چې د افغانستان د انکشافاتو په اړه ترتیب شوې وه.

په دې انلاین غونډه کې څو افغان ښځینه فعالانو هم ګډون درلود.

ښاغلي ستانکزي د سولې په پروسه کې د پاکستان د مخرب بللو ترڅنګ وویل چې امریکا او د افغانستان پخواني حکومت د پاکستان د دې رول مخه ونه نیولی شوای.

خو ده په عین حال کې د ګڼو نورو سیاستوالو په شان د ستونزې پیل د بون کنفرانس وباله ویې ویل:«په ۲۰۰۱ کې د بون په کنفرانس کې د طالبانو نه ګډون او له طالبانو سره د پاکستان ملاتړ د افغانستان د سولې په بهیر کې تاریخي ننګونې وې.»

د امریکا د سولې انستیتیوت د دې انلاین غونډې، چې درې ورځې وړاندې جوړه شوې وه، د برخوالو څرګندونې نن (جمعه) خپرې کړي دي.

په دې کنفرانس کې، چې موضوع یې «په افغانستان کې د سولې لپاره له لاسه وتلي فرصتونه او تېروتنې» وه، کریسټین برګ هارپویکن وویل، پاکستان تل یو مشکل و او که څه هم د امریکا استخبارات او نور هیوادونه ښه پوهېدل چې پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي، خو هیڅکله یې د پاکستان د ملاتړ د مخنیوي لپاره اقدام ونه کړ.

ښاغلي هارپویکن وايي چې پاکستان به اوس ښه پوی شوی وي چې طالبان د دوی اوامرو ته غاړه نه ږدي او د ۱۹۹۰ یمې لسیزې خلاف اوس د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب