جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهنورستان: د جمهوري نظام د يوه قومندان له وژلو وروسته د ګډوډيو...

نورستان: د جمهوري نظام د يوه قومندان له وژلو وروسته د ګډوډيو خبرونه ورکړل شوي

تاند:(پنجشنبه ،د ميزان ۷مه)‏ د نورستان له منډول ولسوالۍ څخه راپورونه وايي،چې ځايي خلکو په جمهوري نظام کې د دې ولسوالۍ د امنیه قومندان او ځايي مخور بهرام الدين د وژل کیدو پر ضد پراخ اعتراضونه پیل کړي.

ځينو سرچينو د خلکو له لوري د ځینو طالب چارواکو د بندي کيدو او ځينو رسنيو له سیمې د طالبانو د تېښتې او د خلکو په لاس د ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی، خو يو شمېر خبري سرچينو بيا د ولسوالۍ د سقوط راپورونه رد کړي دي.

د طالبانو ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

ځايي خلکو رسنيو ته ويلي،چې قومندان بهرام الدين د طالبانو له لوري د سیمه ییزو خلکو د ستونزو د حل په پلمه لغمان ولايت ته،چې منډول ولسوالۍ ته نیږدې دی بلل شوی او بيا وژل شوی دی.

طالبانو په دې اړه هم څه نه دي ويلي.

په وروستيو کې د طالبانو له لوري د ورته غچ اخیستونکو پېښو او ناوړه چلند په اړه ادعاوې زیاتې شوي، خو طالب چارواکي او وياندويان ېې نه تاییدوي.

د طالبانو منتقدین پر دوی تور لګوي،چې د بیا – بیا ژمنو سره ېې لا هم خپل هغه جنګیالي نه دي مجازات کړي،چې د عامو خلکو او پخوانيو امنیتي ځواکونو په وژلو او ځورولو تورن دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب