یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د افغان استازي د وینا...

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د افغان استازي د وینا مخه نیول شوې ده

تاند:( شنبه ،د ميزان دويمه)‏ راپورونه وايي، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان له پرزول شوي جمهوري نظام څخه د استازيتوب د پاتې او تر اوسه فعالې نمایندګۍ سرپرست نصير احمد فایق د دغه نړيوال سازمان په عمومي کلنۍ غونډه کې د ویناوالو له لیسته ويستل شوی.

ځینو رسنیو راپور ورکړی،چې د هغه ممانعت په افغانستان کې د طالبانو د حاکمې ادارې يو شمېر ملاتړو هېوادونو کړی دی.

خپله نصير احمد فایق په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

پرون د ملګرو ملتونو په عمومي کلنۍ غونډه کې د پاکستان صدراعظم شهباز شريف تور پورې کړ،چې افغانستان د ترهګرو ډلو مرکز دی او دغه ډلې د پاکستان په ګډون د ډېرو هېوادونو لپاره ګواښ دي.

د نوموړي دا څرګندونې په پراخه کچه توندو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

ځینې شنونکي باور لري،چې که د نصير احمد فایق د خبرو ممانعت ونه شي، هغه د طالبانو حاکمې ادارې سره د ستونزو سره به د افغانستان د نوم خرابولو لپاره د پاکستان د لوبې د مخنيوي لپاره موثره خبرې وکړي.

د ملګرو ملتونو سازمان د نورې نړۍ په شان د طالبانو حاکمه اداره په رسميت نه پيژني او په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ ېې نه ده ور سپارلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب