یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهحقاني:د ټولو ژورو څاګانو سرونه وپوښئ

حقاني:د ټولو ژورو څاګانو سرونه وپوښئ

تاند:( شنبه ،د ميزان دويمه)‏د طالبانو د کورنیو چارو وزیر مولوي سراج الدین حقاني د خپلې ادارې ټولو والیانو، ولسوالانو، امنیه قومندانانو او امنیت آمرینو ته امر کړی چې د هېواد د ژورو څاه ګانو سرونه پټ شي.

د هغه وياند عبدالنافع ټکور په يوه ويډيويي پيغام کې ويلي کوم خلک چې د خپلو ژورو څاګانو د پټولو وس نه لري،د یوه هئیت له مخې دې وزارت ته معلومات ورکړل شي ترڅو حکومت ورسره مرسته وکړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت څه موده مخکې د ژورو څاګانو کیندونکو ته د څاګانو د پوښلو امر کړی و، خو لاهم له مختلفو ولايتونو څخه دغو څاګانو ته د خلکو د لویدو او تلفاتو راپورونه دوام لري.

خلک د طالبانو له حکومته غواړي چې د ژورو څاګانو پر خاوندانو لازمه کړي، چې برغولی به ورته جوړوي ځکه په ژورو څاګانو کې پر له پسې د ماشومانو او لویانو د لوېدو پېښې رامنځته کېږي.

له تېرو څو ورځو راهيسې په هلمند کې ژورې څاه ته د لویدو له پلوه دا د مړینې درېیمه پېښه ګڼل شوې ده.

ويل کيږي،چې په تېرو څو مياشتو کې له دې کبله شاوخوا دېرش تنه مړه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب