یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
HomeخبرونهTTP: ترهګر او افغانستان کې نه يوو، ترهګر د پاکستان پوځ...

TTP: ترهګر او افغانستان کې نه يوو، ترهګر د پاکستان پوځ او استخبارات دي

تاند:( شنبه ،د ميزان دويمه) ‏د پاکستان د طالبانو تحریک (TTP) ددغه هېواد د صدراعظم شهباز شریف وروستيو څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی.

 شهباز شريف د ملگرو ملتونو عمومي اسمبلې ته د وینا پر مهال پرون وویل،چې دغه تحریک یو تروریستي گروپ دی او له افغانستانه خپل فعالیتونه تنظیموي.

‏TTP په یوه اعلامیه کې ویلي چې دوي په خپله سیمه کې مستقر دي او ضرورت نلري له بله ځایه فعالیت وکړي.

دغه تحریک پر اسلام آباد تور پورې کړی او ویلي:« اصلي تروریست د پاکستان پوځ او استخبارات دي چې مسلح ډلې جوړوي او پالي یې تر څو افغانستان او خپل نور گاونډي هیوادونه پرې بې ثباته کړي.»

د شهباز شريف دا څرګندونې د طالبانو د ادارې په ګډون د افغان سیاستوالو توندو غبرګونونو سره مخامخ شوي دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په دې اړه په يوه اعلاميه کې ويلي:« د کلونو کلونو پېښو دا ثابته کړې چې د مسئلې حقیقت کاملاً برعکس دی، یعنې ‎افغانستان د تروریزم قرباني دی او د تروریستي ډلو ځالې له لسیزو راهيسې تر ننه پورې په ‎پاکستان کې دي او د ‎پاکستان د حکومت تر مستقیم حمایت لاندې له هغه ځایه د ‎افغانستان په خلاف استعمالیږي.»

د حامد کرزي په ټویټر پاڼه کې راغلي:«پخوانی جمهور رئیس د ‎پاکستان حکومت ته توصیه کوي چې د افغانستان پر خلاف له نا سمو تبلیغاتو لاس واخلي او برعکس د یو نېک گاونډي په توگه د دواړو هېوادونو ترمنځ د حسنه او متمدنو روابطو د ایجاد لپاره کوښښ وکړي.»

نن د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي د پاکستان او شهباز شريف له نوم اخیستو پرته په محتاطانه ډول د نوموړي څرګندونې رد کړې وې.

د طالبانو يو شمېر پلویانو پخواني ولسمشر حامد کرزي ته په ټویټر پاڼه کې یې لیکلي،چې د متقي د غبرګون په نسبت د ده غبرګون ډېر خوشاله کړل، ځکه په وینا یې د متقي ځواب د یوه مستقل افغان ځواب ته نه پاتې کیده.

1 COMMENT

  1. رښتیا وایی د تروریزم مور لعنتي فاکستان(fuckistan) ده د نړۍ په استاذو کې وجدان مړ ده سي دغه د ابلیس اولاد ته ووایي سي د ټولو وژنو مخترع ته یې د اسیا په زړه لعنت په نواز بې شرف او ددوۍ په پلویانو.دوۍ بیا د افغان ولس وینو بهولو ته لاره جوړوي 😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب