یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهلغمان: د يونيسف په ۳۱میلیونه افغانيو د اوبو رسولو يوه پروژه بشپړه...

لغمان: د يونيسف په ۳۱میلیونه افغانيو د اوبو رسولو يوه پروژه بشپړه او۲نورې پیل شوې

تاند( جمعه، د سنبلې يوولسمه)‏‏په لغمان کې د اوبو د یوې شبکې د جوړولو چارې بشپړې او د دوو نورو پیل شوې.

د طالبانو ځايي چارواکو ويلي ،چې د یونیسف په مالي ملاتړ دلغمان دمرکز په بېلابېلو سیمو کې د ۳۱میلیونو افغانیو په لګښت دڅښاک اوبو رسولو دیوې شبکې د رغولو چارې بشپړې او د دوو نورو پیل شوې چې په بشپړېدو سره به یې زر ګونو کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي.

بل لور ته د طالبانو د کلیو او پراختیا وزیر مولوي محمد یونس اخند زاده د کندهار ښار په غرنۍ سیمه کې د میانکو په نوم د اوبو بشپړ شوی بند پرانيستی.

د نوموړي په وينا، دغه بند د ۱۷ میلیونو افغانیو په لګښت د یو کال په موده کې جوړ شوی دی.

د طالبانو د واکمنۍ وياند ذبيح الله مجاهد تازه په یوه مرکه کې ويلي،چې د دوی د حاکمې ادارې ستر لومړيتوب د اقتصادي وضعیت ښه کیدو او د زيربنايي پروژو ترسره کول دي.

د طالبانو له واکمنيدو سره په افغانستان کې د نورو برخو تر څنګ دا دوه برخې هم سخت ځپل شوي،چې له هېواده د کډوالۍ د لوېې څپې او سخت فقر سبب شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب