دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهيوناما د افغان رسنيو د محدودیتونو او سرچينو د کمښت په اړه...

يوناما د افغان رسنيو د محدودیتونو او سرچينو د کمښت په اړه اعتراض وکړ

تاند( جمعه، د سنبلې يوولسمه)په افغانستان کې د ملګروملتونو د ماموریت سرپرست مارکس پوتزل پرون د طلوع نيوز خبري شبکې په دفتر کې د دغې شبکې له مسوولينو او کارکوونکو سره لیدلي.

هغه له دې لیدنې وروسته ویلي، چې په افغانستان کې رسنۍ له محدودیتونو او د سرچینو له کمښت سره مخ دي.

یوناما په دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي: «مخ په وده او خپلواکه رسنۍ د يوې ښې او پياوړې ټولنې ټولنې لپاره خورا ضرور دي. افغانستان په دې ورځو کې داسې رسنۍ نه لري.»

یوناما زیاتوي: « رسنۍ سرچینې نه لري او د رسنیو لپاره فضا ورځ په ورځ راتنګېږي.»

څه موده مخکې د بې پولې خبریالانو نړیوالې ټولنې وويل،چې د طالبانو د واکمنۍ په یوه کال کې ۴۰ سلنه افغان رسنۍ تړل شوې دي.

همدارنګه ټولټال ۶۰ سلنه خبریالان په ځانګړي ډول ۷۶ سلنه ښځینه خبریالانې وزګارې دي او د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې هیڅ ښځینه خبریاله نشته.

د دغه راپور پر بنسټ، په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ وضعیت تېر کال له ۱۲۲ مقام څخه ۱۵۶ مقام ته راښکته شوی دی.

په وروستيو کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنيو د پیاوړتیا او سقوط د مخنيوي لپاره د هڅو خبر ورکړی.

طالب چارواکو دا هم شرط کړې،چې رسنۍ به د دوی د وضع کړو اصولو په اساس چې دوی یې د «اسلامي شریعت لارښوونې» بولي، فعالیت کوي.

مخکې د طالبانو استخباراتو او امر بالمعروف ادارو په مستقيم ډول رسنۍ ګواښلې او اصول يې ورته ټاکل،خو اوس د طالبانو له لوري د رسنيزو شکايتونو د څېړلو د کميسيون جوړیدو ته يو شمېر خبریالان نسبي هیله مندي لري او غوښتنه کوي،چې د دوی اړوند مسايل دې د همدغه کميسيون له لوري تعقيب شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب