Homeخبرونههرات او فراه کې د ۴داعشيانو د وژل کیدو خبر ورکړل شو

هرات او فراه کې د ۴داعشيانو د وژل کیدو خبر ورکړل شو

تاند( پنجشنبه، د سنبلې لسمه)د طالبانو د استخباراتو لوی ریاست وايي، چې د هرات ښار په څلورمه ناحیه کې يې د یو لړ عملیاتو پر مهال د داعش درې غړي چې په یوه کور کې پټ وو؛ وژلي دي.

په ورته وخت کې دغې ادارې د فراه ولايت کې هم د داعش ډلې د يوه غړي د وژلو خبر ورکړی.

 ‏د فراه د عملياتو پر مهال طالبانو د يوه اندازه وسلو او مهماتو د نیولو خبر هم ورکړی.

په وروستيو کې د داعش ډلې فعالیتونه کم شوي،چې لامل ېې د دې ډلې خلاف د طالبانو پرله پسې عملیات ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د سندرو جوړول

تاند - مصنوعي ځیرکتیا (AI) په وروستیو کلونو کې د موسیقۍ نړۍ ته نوې بڼه ورکړې ده. اوس داسې سیستمونه رامنځته شوي چې کولی...