یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهملا برادر: طبيعي پېښو افغانستان ته شاوخوا ۲ميليارده ډالره تاوان اړولی

ملا برادر: طبيعي پېښو افغانستان ته شاوخوا ۲ميليارده ډالره تاوان اړولی

تاند( جمعه، د سنبلې يوولسمه)‏‏ د طالبانو د ریاست الوزرا د لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر دفتر، په هېواد کې د وروستیو طبیعي پېښو له امله د بشري تلفانو او زېربناوو ته د اوښتو زیانونو راپور خپور کړ.

په دغه راپور کې ویل شوي،چې د روان کال د چنګاښ له لومړۍ څخه د وږي تر ۵ مې پورې ۱۵۷۰ تنه هېوادوال شهیدان او ۵ زره ۸۴۲ تنه نور یې ټپیان شوي دي. همدا رنګه، په یاده موده کې ۱۷زره ۷۲۶ کورنۍ بېځایه او تر یو میلیونه نورې یې اغېزمن شوې او هم ۵۱ زره ۵۱۸ څاروي تلف شوي دي.

د راپور په بله برخه کې، د هېواد زېربناوو ته د اوښتو زیانونو په اړه لیکل شوي چې ۱۶ زره کورونه په بشپړه او ۱۹ زره ۷۰۰ کورونه په نیمه توګه، ۵۱ جوماتونه، ۳۵ ښوونځي، ۱۲ کلینیکونه، د اوبو رسونې ۲۹ شبکې، ۶۳۵ زره جریبه کرنیزې ځمکې، ۳۷۱ زره ۳۴۲ جریبه بڼونه، ۴ زره ۴۷۰ متره لویې ویالې، ۲۸۴ څاګانې، پنځه ژرندې، ۷۶۶ پلونه او پلچکونه، ۵۶۹ کیلومتره سړک، څه د پاسه ۲۷ زره متره استنادي دېوالونه، ۴ زره ۲۵۴ لمریزې تختې او نږدې ۵ زره سربندونه ویجاړ او زیانمن شوي دي چې په دې سره د یادو طبیعي پېښو (سېلابونو او زلزلې) له امله د اوښتو زیانونو کچه په ټولیزه توګه دوه میلیارده ډالرو ته رسېږي.

راپور زیاتوي،چې په ورته وخت کې، د طالبانو د بېلابېلو ارګانونو له خوا د ۴۳۰ الوتنو او ۵۰۰ امبولانسونو په واسطه څه دپاسه ۳ زره ۵۰۰ هېوادوال ژغورل شوي او د زرګونو کسانو درملنه شوې ده.

همدا رنګه، په یاده موده کې له زرګونو کورنیو سره د خوراکي توکو او د ۲ میلیونه ډالرو معادل نغده مرسته شوې ده.

د راپور په پای کې، د دولتي ادارو بېړنیو اړتیاوو ته هم اشاره شوې ده چې پکې د کلیو او پراختیا وزارت د کورونو، سړکونو، د اوبو رسونې شبکو او برېښنايي زېربناوو د جوړولو لپاره د ۲۰۰ میلیونه ډالرو، د کرنې وزارت د مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګیو، د سربندونو او ویالو د رغولو لپاره د ۶۰ میلیونه ډالرو، د مهاجرنیو چارو وزارت د موقتې سرپناه او د خوراکي او خوراکي توکو د مرستې لپاره د ۴۰ میلیونه ډالرو او دغه راز د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي مرکزونو د جوړولو او د ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره د ۲۲ میلیونه ډالرو غوښتنه شوې ده.

پرون د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په مقام کې د طالب چارواکو له لوري (په افغانستان کې د وروستیو طبیعي پېښو په اړه د مرستو راټولو) تر عنوان لاندې کنفرانس جوړ شو،چې نړيوالو نه پکې د افغانستان د طبيعي پېښو زيانونو ته د رسيده ګۍ غوښتنه وشوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب