Homeخبرونهمجاهد:که ۲۰۰۱کې بن غونډې ته بلل شوي هم وای،نه ورتلو، جهاد مو...

مجاهد:که ۲۰۰۱کې بن غونډې ته بلل شوي هم وای،نه ورتلو، جهاد مو کاوه

تاند( جمعه، د سنبلې يوولسمه)‏‏ د طالبانو واکمنۍ وياند ذبيح الله مجاهد په یوه تازه مرکه کې د بن د ۲۰۰۱ توافقنامې په اړه،چې د طالبانو له لومړي ځل نسکوریدو وروسته د افغانستان د موقت حکومت بنسټ پکې کيښودل شو، د طالبانو دریځ په ډاګه کړ.

نوموړي وويل،چې که طالبان يادې غونډې ته بلل شوي هم وای، دوی ګډون نه پکې کاوه،ځکه په وینا یې افغانستان د امریکا له لوري اشغال شوی و او دوی د اشغال تر چتر لاندې حکومت کې برخه نه اخيسته.

د طالبانو وياند په دې مرکه کې د افغانستان د اساسي قانون د جوړيدو، د دوی د سرپرست حکومت د کار مودې او نورو مسايلو په اړه وويل،چې تر اوسه په امنيتي او ذهني لحاظ لازم شرایط ورته نه دي برابر شوي.

هغه له شپږم ټولګي څخه د پورته ښځينه ټولګيو د نا معلوم برخليک په اړه وويل،چې ورباندې خواشینی دی خو د پرانيستلو په اړه ېې د طالبانو د شورا غړي لا نتيجې ته نه دي رسېدلي.

مجاهد ومنله،چې يوه برخه طالب مشران د دغو ښوونځيو پرانيستل غواړي، خو دا چې د دوی د تصميم نیونکې شورا غړي څومره، څوک او څومره کسان ېې د يادې موضوع په اړه مثبت يا منفي نظر لري، څه ونه ويل.

طالب وياند دا هم ونه ويل،چې د طالبانو دا او نورې مهمې پریکړې ډېرې په کابل که کندهار کې کیږي.

هغه په راتلونکي یوه کال کې د طالبانو د واکمنۍ د نړیوالې رسميت پېژندنې په اړه هم هیله من نه و او امریکا ېې په دې برخه کې په خنډ جوړولو تورنه کړه.

ذبیح الله مجاهد په دې مرکه کې هم د طالبانو د حکومتولۍ د موډل په اړه توضیحات ورنه کړل او ويې ويل،چې دوی د اسلامي نظام یوه بله بڼه وړاندې کوي او د شرايطو له مساعدیدو سره به یوه شورا هم رامنځته کړي.

د طالبانو ویاند په دې مرکه کې هېواد ته د بهر ته تللو افغانانو د زمینه برابرولو د هڅو خبر هم ورکړ او ويې ويل،چې دوی د مقاومت جبهې په نوم څه په عمل کې نه ګوري او د دوی مخالفان د‌ خلکو منځ کې منفور شوي.

نوموړي بهر ته تللي کسان د ملت استازي ونه بلل او ټینګار یې وکړ،چې هغوی د وزارتونو له تمې پرته هېواد ته ستنیدای شي.

د طالبانو وياند دوی سره د ملت د ملتیا ادعا وکړه،خو په دې اړه چې مخالفان یې د ټاکنو له لارې د ملت د ارادې معلومول غواړي څه ونه ويل.

ښاغلي مجاهد ټینګار وکړ،چې دوی د خلکو اقتصادي ستونزو ته د حل لپاره په هڅو بوخت دي او زيربنايي پروژې بیرته غواړي پيل کړي.

نوموړي د دوحې تړون د نقض په اړه پر طالبانو د امریکا تورونه رد او وويل،چې امریکا له تور لیست څخه د دوی د مشرانو د نومونو په نه ایستلو او د واکمنۍ په نه رسمیت پېژندلو یې د دوحې تړون نقضوي.

ذبیح الله مجاهد په دې اړه،چې دوی د ښځو په ګډون د افغانانو حقونه نقض کړي، خپل مخالفان وژني او ټول شموله حکومت نه جوړوي او دا د دوحې تړون نقض دی وویل،چې دا تورونه ناسم دي او د دوی له واکمنيدو سره د ګډ حکومت په اړه د بین الافغاني مذاکراتو اړتیا نه ویني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...