یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونههرات کې چادونه؛د ملا انصاري د وژل کیدو خبر تایید شو

هرات کې چادونه؛د ملا انصاري د وژل کیدو خبر تایید شو

تاند:(جمعه،د سنبلې يوولسمه)‏‏ له هرات څخه راپورونه وايي،چې نن د جمعې ورځې د لمانځه پر مهال په ګذرګاه جومات کې چادونه شوې ده.

په لومړنيو راپورونو کې د ځايي سرچينو له قوله ویل شوي،چې د طالبانو يو مهم ملاتړی ملا او د ګذرګاه جومات خطيب مولوي مجیب الرحمن انصاري په دې چاودنه کې وژل شوی دی.

د طالبانو امنيتي سرچينو په دې اړه څه نه دي ويلي.

تر اوسه د یادې چاودنې په اړه موثق معلومات نه دي تر لاسه شوي.

ملا انصاري څه موده مخکې په کابل کې د طالبانو په ملاتړ د ملایانو د لوېې غونډې پر مهال د هغو کسانو د سر پرې کولو فتوا ورکړه،چې د طالبانو خلاف سر پورته کوي.

د دغې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

1 COMMENT

  1. د ملایی په سیاست څه کرار به ناست وې خپله ملایی بدی کوله د تایی د مخالیفینو د سر په پری کولو څه اوس به څوک درباندی ننګ وکړی هیڅوک دی په کیسه کی ندی نه امارت او نه هم ایران پلوه کسان. فقط دری ورځی نور بدی هم نوم ژوندی وی په میډیا کی نور به د خلکو له ذهنه هم ووځی او تر ابده به له یاده ووځی ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب