Homeخبرونهطالبانو د افغانستان د امریکايي پوهنتون نوم بدل کړ

طالبانو د افغانستان د امریکايي پوهنتون نوم بدل کړ

خبریال: جبارخیل – طالبانو د افغانستان د امریکايي پوهنتون نوم په “افغان نړیوال پوهنتون” بدل کړ.
  د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په دغه پوهنتون کې تدریسي بهیر ودرول شو. طالبانو د دغه پوهنتون د نوم په بدلولو سره په دوو اونیو کې د ټولګیو د بیا پیل اعلان وکړ.
محمد ادریس اخوندزاده؛ د افغانستان په امریکايي پوهنتون کې د طالبانو د چارو څارونکی وايي: د دغه پوهنتون مسوولان په هره برخه کې چمتو دي او محصلان یې هم جذب کړي دي.
په همدې حال کې د افغانستان امریکايي پوهنتون په ۲۰۰۶ کال کې د امریکا د حکومت او د دغه هېواد د پراختیايي ادارې په مرسته په کابل کې تاسیس شو او په فعالیت یې پیل وکړ. خو د طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته یې کار بند کړ او اوس طالبانو اعلان کړی چې په دوو اونیو کې به بېرته پرانېزي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...