یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهسرچینې:د کمال خان بند نورې پریمانه اوبه هم ایران ته ور خوشې...

سرچینې:د کمال خان بند نورې پریمانه اوبه هم ایران ته ور خوشې شوې

تاند( چار شنبه ، د سنبلې دويمه) خبري سرچينو راپور ورکړی،چې طالبانو د کمال خان بند نورې پریمانه اوبه هم ایران ته ور خوشې کړي،چې ځايي خلک ېې غوسه کړي.

 ‏‏يو شمېر رسنیو په داسې حال کې ايران ته د‌ دغو تازه اوبو د ور پریښودو د ویډیو ګانو د تر لاسه کولو خبر ورکړی،چې څو ورځې مخکې د ايران تسنیم خبري اژانس يو ځل بيا له طالبانو سره د اوبو په اړه د دغه هېواد د مذاکراتو د تر سره کیدو خبر ورکړی و.

ايراني چارواکو مخکې هیله مندي ښودلې وه،چې د افغانستان د حاکمو طالبانو لومړنۍ هوکړه به ورسره د اوبو په اړه وي.

د افغانستان د اوبو د تنظيم د ملي ادارې پخواني رييس انجنير خان محمد تکل،چې د طالبانو له واکمنيدو سره د ډېرو نورو مسلکي کادرونو په شان له هېواده وتلی،د لیکنو له لارې بيا-بیا له طالبانو غوښتي چې ايران سره د اوبو په اړه هیڅ ډول ناستې او مذاکرات ونه کړي،ځکه ايران ېې هم د ادارې د نه مشروعیت له کبله له خوږې ګوتې نيسي او هم طالب چارواکي د مذاکراتو مسلکي کادرونه ښايي ونه لري.

طالبانو بیا په دې اړه د ملي ګټو په رڼا کې د اقداماتو ټینګار کړی.

دوی ايران ته د کمال خان بند د پریمانه نورو اوبو د ور پریښودو په اړه څه نه دي ويلي.

1 COMMENT

  1. طالب د همدى لپاره پاکستان د ایران، چین او روسیه او هم د امريکا په همکاری واک ته ورسولو چی يو منزوي او نامشروع حكومت ولري. ونه شي كولى چی حکومت جور کري او په راتلونکی کی له ولس سره په ستونزو کی لاس وگریوان وي. هم يى پری د نجونو سوونحي كرل چی يو كال يى د دوى خراب كر. دوى د خپل ولس مشروعيت په غم كى نه، خو بهرني مشروعيت پسی نستي دي. ورح تر بلى پر سحو او نجونو او هم پر خلکو نوي قيادات لگوي. د حجاب په پلمه يى د هيواد تولى ستنى ونرولى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

وریځ / اجمل پسرلی

تعریف | صفیه وردک

پوسټ ماډرنېزم