Homeخبرونهط-انو د رسنيو د شکایتونو او سرغړونو کميسيون جوړ کړ

ط-انو د رسنيو د شکایتونو او سرغړونو کميسيون جوړ کړ

تاند( چار شنبه ، د سنبلې دويمه) ‏‏د طالبانو د ادارې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر خپل چتر لاندې د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو کمیسیون جوړ او پرون یې لومړۍ غونډه ترسره کړې ده.

د باختر آژانس په حواله؛په دې غونډه کې پر دې ټینګار وشو چې د رسنیو ټولې قضیې دې د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د کمیسیون له لارې تعقیب شي او رسنۍ کولاۍ شي خپل شکایتونه او ستونزې له دغه کمیسیون سره شریکې کړي.

دغه راز په دې غونډه کې یادونه وشوه چې د دغه کمېسیون غړي چې د رسنیو د بنسټونو له استازو او له اړوندو دولتي مسوولينو څخه جوړ شوي، د تغير وړ دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست مولوي خير الله خيرخوا د‌ دغه کميسيون له فعالیتونو د ملاتړ تر څنګ ويلي ،چې کمیسیون باید د اسلامي ارزښتونو او د هېواد ملي ګټو لپاره کار وکړي.

د رسنيو ځينو فعالينو د ياد شوي کميسيون په جوړیدو خوښي ښودلې او ويلي،چې په عمل کې د کميسيون د با صلاحيته فعاليتونو هیله لري.

دوی ټینګار کړی،چې نور نه باید د طالبانو استخبارات،امر بالمعروف او نورې ادارې په رسنیزو چارو کې مداخله وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...