Homeخبرونههلمند کې د هند په غنمو بېوزلو ته کاري فرصتونه برابريږي

هلمند کې د هند په غنمو بېوزلو ته کاري فرصتونه برابريږي

تاند( شنبه ، د اسد ۲۹ مه) ‏‏‏‎د طالبانو د واکمنۍ چارواکي وايي،چې هلمند ته يې د هندوستان د مرسته کړو غنمو ٢٢٠٠ مټریک ټنه ليږدولي.

د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي:«دغه غنم به د کرنې وزارت د کړنلارې له مخې، د کار په مقابل کې پر مستحقو کسانو ووېشل شي.

طالبانو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د دوی له بیرته واکمنيدو سره د افغانستان په ډېرو جګړه ځپلو سیمو کې ځینې رغنیزې او مرستندويه پروژې پیل شوي،چې ځایي خلکو يې هرکلی کړی دی ‌

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....